Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینې: اوربند به په غیررسمي او نه اعلان شوې توګه دوام وکړي

د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو او افغان حکومت درې ورځنی، تېره شپه پای ته ورسېد؛ خو اوس چې له دغه اوربند څخه شل ساعته تېرېږي د جګړې د پيل په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی.

تراوسه نه افغان حکومت او نه هم طالبانو د جګړې د پيل او یا هم د اوربند د پای په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو په حکومت کې سرچتینې وايي چې اوربند به په غیر رسمي او نه اعلان شوې توګه دوام پيدا کړي.

پخوانی پوځي جنرال وهاب وردګ په دې اړه وویل:«طالبانو د خپلو ۹۰۰ بندیانو ازادول یو ښه اقدام ګڼی او ډېر خوشحاله شوي او له همدې امله دوی اوربند ته په په نه اعلان شوې توګه دوام ورکړی دی.»

د اختر په درې ورځو کې په هېواد کې د لږو امنیتي پېښو په اړه رپوټ ورکړل شوی دی له هغې ډلې په کندهار، هلمند، بلخ او ځينونو ولایتونو کې د ماینونو د چاودنې او له مرګ ژوبلې پرته نښتو په اړه رپوټ ورکړل شوی دی.

خو هېوادوال له طالبانو او حکومت غواړي چې دغه اوربند ته دوام ورکړي.

د کابل اوسېدونکی روح الامین روحاني هم وویل:«خپل اوربند ته دې دوام ورکړي او را دې شي د مذاکرې او خبرو له لارې د سولې بهیر مخته یوسي.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون موندنې هم د اختر په ورځو کې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې ۸۰ سلنه کموالی ښيي. 

د دغو موندونو پر بنسټ د رووژې په مبارکه میاشت کې د ورځې کابو ۳۰ ولسي وګړي په هېواد کې وژل او ټپي کېږي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو او اړیکو رییس ذبیح الله فرهنګ وویل:«د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ټولو لوریو غواړي چې د هېوادوالو غوښتنې ته دروناوی وکړي او اوربند وکړي.»

افغانستان څلورمه ورځ د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ له جګړې پرته په ارامۍ کې تېره کړه.

شریک یي کړئ