Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینې: د تاوتریخوالي کمښت د غیر رسمي اوربند په څېر دی

د «تاوتریخوالي د کمښت»د هوکړې په اړه د امریکا او طالبانو د خبرو اترو پر دوام، اوس طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې د تاوتریخوالي کمښت، د غیررسمي اوربند په مانا دی.

د دغو سرچینو په وینا، په هغه پېر کې چې د تاوتریخوالي د کمېدو طرحه په کې د اجرا وړ ده، طالبان به په ښارونو کې ځانمرګي بریدونه ونه کړي، پر پوځي مرکزونو او مُلکي برخو به برید ونه کړي او د ښار لویې لارې به ونه تړي. 

د طالبانو پخواني غړي سید اکبر اغا په دې اړه وویل:«د تاوتریخوالي کموالی کولای شي یو غیررسمي اوربند وي. او دا هغه طریقه چې امریکایان هم په دې قانع دي چې د افغانستان ستونزه د تاوتریخوالي له کموالي سره حلېږي او طالبان هم.»

له دې مخکې افغان حکومت او ولسمشر غني د تاوتریخوالي د کمښت طرحه غیرعملي ګڼلې وه او ویلي یې و، چې طالبان له افغان حکومت سره د خبرو د پیل لپاره باید اوربند وکړي.

خو ښاغلي غني څو ورځڼې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره تر ټلېفوني خبرو وروسته د تاوتریخوالي د کمښت طرحه د منلو وړ وبلله - خو افغان حکومت د هغه دورې لپاره چې شونې ده د تاوتریخوالي طرحه په کې عملي شي، تراوسه کومه طرحه نه لري؛ دا چې امنیتي ځواکونه به د طالبانو پر مورچلو بریدونه وکړي؟ ایا له طالبانو سره جګړه به په همدې شدت سره روانه وي؟

د ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې حکومت د تاوتریخوالي د کمښت پېر ته باید طرحه چمتو کړي، چې هغوی په وینا، امنیتي ځواکونه د جګړې په ډګر کې پر خپل دریځ پوه شي.

د ولسي جرګې غړی محمد صادق قادري په دې اړه وايي:«حکومت له دغه کم فرصت سره چې لرو یې باید ژر تر ژره اقدام وکړي او د خلکو غوښتنه هم سوله او اوربند دی او حکومت اړ دی چې یو مشخص پروګرام وړاندې کړي.»

خو د سولې عالي شورا وايي حکومت په دې برخه کې لا تر اوسه طرحه نه لري او له طالبانو سره د خبرو په برخه کې به د واشنګټن له دریځه ملاتړ وکړي.

د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد  زیاتوي:«هغه خبرې چې امریکایان یې له طالبانو سره کوي او په ځانګړې توګه د جګړې او تاوتریخوالي د کمښت په اړه، په دې مانا دي چې افغان دولت به هم هغه تعقیب کړي او پر هغه به عمل وکړي.»

خو د ناټو لوی منشي له ولسمشر غني سره په کتنه کې ویلي که چېرې طالبان د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې رېښتینی هوډ وښيي؛ ناټو چمتو ده؛ چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمیر راکم کړي.

هغه وايي:«ناټو دم ګړۍ په افغانستان کې نږدې ۱۶ زره سرتېري لري. که طالبان د تاوتریخوالي د راکمولو په برخه کې خپله رېښتینې راده وښيي او د سولې نښې نښانې ووینو؛ نو بیا چمتو یوو چې، خپل ځواکونه سره همغږي کړو. د سولې له بهیره د ملاتړ په برخه کې د ناټو لپاره تر ټولو غوره لاره دا ده چې له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي؛ طالبان پر دې پوه شي چې، هېڅکله به هم د جګړې په ډګر کې بریالي نه شي. هغوی باید خبرو اترو ته کیني.»

امریکايي چارواکو ویلي د سولې له خبرو مخکې به اوربند ونه شي؛ خو طالبانو ژمنه کړې چې، تاوتریخوالی کموي؛ څو د افغانانو تر منځ د خبرو اترو موکه برابره شي.

د سولې عالي شورا وايي حکومت په دې برخه کې لا تر اوسه طرحه نه لري او له طالبانو سره د خبرو په برخه کې به د واشنګټن له دریځه ملاتړ وکړي.

شریک یي کړئ