Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرچینې: طالبان نه غواړي د واشنګټن او تهران ترمنځ د شخړو قرباني شي

طالبانو ته یوه نږدې سرچینه وايي چې د طالب مشرانو لومړنۍ پرېکړې د دې ښودنه کوي چې نه غواړي د واشنګټن او تهران ترمنځ د شخړو قرباني شي.

د دغې سرچینې په وینا، د قاسم سلیماني وژل کېدل به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو بې اغېزې نه وي، ټینګار کوي طالبان نه غواړي چې په افغانستان کې د ایراني موخو له په نښه کولو سره ځان له کرکې سره مخ کړي. 

د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني هغه مهال د امریکایي ځواکونو له لوري په نښه شو چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې حساس پړاو ته رسېدلې دي.

پر طالبانو د ایران نفوذ تر هغه وروسته رابرسېره شو چې ملا اختر محمد منصور له ایران نه پاکستان ته له راستنېدو وروسته د امریکايي ځواکونو له لوري په نښه شو.

طالبانو ته نږدې سرچینې وایي چې ایران په ملا اخترمحمد منصور پورې اړوندو کسانو نفوذ لري او ډېری دغه کسان د هېواد په لوېدیځ او سوېل کې د جنګیالیو قومندانان دي؛ خو ایا دا تمه کېدای شي چې طالبان د تهران په لارښوونه افغانستان کې هدفونه په نښه کړي.

د طالبانو ډلې پخوانی قومندان سید اکبر آغا په دې اړه وايي:«طالبان په وطن مین دي. هغوی نه غواړي چې د افغانستان خاوره  د نورو هېوادونو په ضد استفاده شي او داسې کار وکړي چې ګټه یې بل کس ته ورسېږي او سبا طالب د خلکو په وړاندې منفور شي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په لیندۍ میاشت کې نندارې ته د بېلابېلو توغندیو له هغې ډلې د فجر توغندي په وړاندې کولو سره چې تر ۸۰ کیلو مټرو پورې واټن په نښه کولای شي وویل چې دا وسلې په افغانستان کې د طالبانو؛ په یمن کې د حوثي اورپکو او په عراق او سوریه کې د نورو ډلو په واک کې ورکړل شوي دي.

د تېر کال په لیندۍ میاشت کې د غزني پولیسو هم په دغه ولایت کې د ایران ساخت وسلو د یوې زیرمې د کشف کولو خبر ورکړ.

تردې وړاندې په کندهار او فراه کې هم د دولتي ځواکونو له لوري د ایراني وسلو د نیولو خبر ورکړل شوی دی.      
       
د ولسي جرګې غړی قیوم سجادي وویل:«ایران د امریکا د برید د مقابلې لپاره شونې ده چې له تولو غوراویو استفاده وکړي، خو دا چې دننه په افغانستان کې له طالبانو وکړیای شي استفاده وکړي او یا نه، زه لیرې ګڼم.»

خو د  ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د ایران له سفیر سره په کتنه کې له تهران او واشنګټن نه غوښتې چې اختلافونه د خبرو له لارې هوار کړي.  

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ویاند جاوېد فیصل څرګندوي:«د ملي امنیت سلاکار د ایران له سفیر سره په لیدنه کې وویل چې افغانستان خپلو ګاونډیو ته ډاډ ورکوي چې خاوره به یې د هېڅ هېواد پر ضد استفاده نه شي.» 

قاسم سلیماني د امریکااو طالب ډلې په تړاو داسې نظر درلود:«تاسې له یوه سازمان سره چې ټول همدا هېواد نه و، د بې وزله افغانستان یوه برخه وه، څه تېروتنه وکړه چې نن زموږ لپاره خط او نښان کاږئ.»

له امریکا نه د ایران د غچ اخیستو له ګواښ سره همهاله لوېدیځو هېوادونو د افغانستان ډېری برخو ته د خپلو وګړو د سفرونو د بندېدو غوښتنه کړې ده.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د ایران له سفیر سره په کتنه کې له تهران او واشنګټن نه غوښتې چې اختلافونه د خبرو له لارې هوار کړي.  

شریک یي کړئ