Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینې: نږدې راتلوونکي کې به د مذاکرې په وړاندې خنډونه لرې کړل شي

په افغان حکومت کې سرچینې د طالب بندیانو د خلاصون او د افغانانو ترمنځ د مذاکرې د پيل په وړاندې د خنډونو د لرې کېدو له احتماله خبر ورکوي.

دغه سرچینې د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل د افغان امنیتي ځواکونو د ۲۲ ګومانډو او پیلوټانو په ازادۍ پورې تړلې بولي.

بلخوا طالبانو  ته نږدې سرچینو د هغو شپږ طالب بندیانو نومونه چې فرانسه او اسټرالیا د هغوی د خلاصون په اړه ملاحظه لري، له طلوع نیوز سره شریک کړي دي.

حکمت الله، سید رسول، ګل علي، محمد داوود، الله محمد او نقیب الله، دغه شپږ طالب جنګیالي دي. د دې سرچینې په وینا له دې ډلې حکمت الله او الله محمد د کابل په سروبي ولسوالۍ کې پر فرانسوي ځواکونو برید کې لاس لرلی دی.
             
د طالبانو د دورې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر رییس مولوي قلم الدین په دې اړه وايي:«دا بهیر پلی کېږي، بندیان ازادېږي او مذاکرې به پر مخ ولاړې شي، خو نیمګړتیا دا ده چې وخت ضایع کېږي او هغه وخت بې ګناه خلک له منځه ځي.»

طالبانو ویلي دي چې د نوملړ له مخې د دې ډلې د ټولو بندیانو له خوشي کېدو پرته به د افغانانو ترمنځ خبرې پېل نه شي. خو هغه څه چې د سولې په بهیر کې د طالبانو انعطاف نه منل بلل کېږي؛ د هېواد د سیاستوالو له نیوکو سره مخ شوي دي.

د افغانستان د ملي پېوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني هم څرګنده کړه:«باید په دې مسله کې نرمښت وښيي او د افغانستان خلک له دغه کړاو او بد بختۍ وژغوري.»

په افغان حکومت کې یوه سرچېنه وایي چې له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي په یوویشت کسیز نوملړ کې د بدلون د راتلو احتمال شته؛ د دې سرچینې په وینا د مرکچي پلاوي په نوملړ کې به د لږکیو یو استازی هم زیات شي، خو د مصالحې عالي شورا په دې برخه کې بدلون نه مني.

د مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي:«د حکومت مرکچي پلاوی په بشپړه توګه چمتو دی او هر کله چې زمینه برابره شي، هغوی په مذاکراتو کې ګډون کوي.»

د افغانانو ترمنځ خبرې په داسې حال کې له ځنډ سره مخ شوي دی چې په دې وروستیو کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي دي چې د دغو خبرو د ځنډولو لپاره هېڅ مشروع پلمه پاتې نه ده.

شریک یي کړئ