Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سمر: روان کال کې ښځو پروړاندې تاوتریخوالي پېښې۴زرو ته رسېدلی

دبشري حقونو خپلواک کمسیون د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي په اړه خپل کلني راپورکې وایي، ۱۳۹۶ کال د مېرمنو پروړاندې د تاوتریخوالي څلور زره پیښې ثبت شوي دي.

د بشري حقونو خپلوک کمیسیون په خپل کلني رپوټ کې وايي، د ښځو پروړاندې ډېر زور زیاتی بشري حقونو ته د ښځو نه لاس رسي له کبله پټ پاتې دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې، سیما سمر چې له رسنیو سره یې راپور شریک کړ وویل:«د ښځو پروړاندې د تېر کال په پرتله تاوتریخوالی کم شوی دی. د کسانو شمېر یوه اندازه دی او د تاوتریخوالي څرنګوالی توپير کوي، لامل یې دا نه دی چې اندازه یې کمه شوې ده ځکه چې ډېر شمېرو کسانو لاسرسی نه درلود.» 

د راپور له مخې په روان هجري لمریز کال کې د ښځو پروړاندې جسمي او فزیکي تاوتریخوالی ۱۴۲۰ پېښې، وهل ټکول۱۲۱۳پېښې، اورورته کول۲۴پېښې، وژنې ۲۲۷پېښې، ټپي کول۸۵ پېښې او د بدن غړو پرېکول ۵ پېښې ثبت شوې دي.

د راپور په بله برخه کې راغلي دي چې ۱۳۹۶لمریز کال کې د ښځو وژنه اته سلنه زیاته شوې ده او ډېری پېښې د هېواد په شمال، سویل او ختیځ کې ترسره شوي. د راپور له مخې ۱۳۶پېښې یې ناموسي وژنې وې

  • جنسي تاوتریخوالی ۲۲۸ پېښې
  • جنسي تیري ۴۰ پېښې
  • جنسي زورونې۴۱ پېښې 
  • په زوره د زنا او واده کول ۲۷ پېښې
  • فحشا ته اړ ویستل۳۴ پېښې 
  • اجباري لواط ۲۶ پېښې
  • په جبر د جنینو سقط ته اړ ویستنه۹ پېښې
  • په جبر امیندوارۍ ته اړ ویستل۴پېښې

په دغې راپور کې راغلی چې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالی پیښو ثبت په دغې اداره  کې یولس اعشاریه اوه سلنه زیات شوي دی.

په  دغې راپور کې له صحرایي محکمو هم اندیښنه ښودل شوي ده. 

د نوي نظام له رامنځته کېدو وروسته په ۱۷ کلونو کې لاهم له مجازاتو د تښتې د فرهنګ سربیره د قانون نه حاکمیت د بشري حقونو د نه تامین په برخه کې مهمې نیوکې بې ځوابه پاتې دي.

په دې راپور کې د ښځو فزیکي ځورونې،  وژنو، جنسي او د لفظي ځورونو ترڅنګ د هغوی اقتصادي ستونزو ته هم اشاره شوې.

 ډیری وخت ښځې د رواجونو له کبله نه شي کولای د بشري حقونو کمیسیون کې پر دوی د شوي جنسي زور زیاتي پيښې ثبت کړي.
د زوی نه راوړلو له کبله توهین او ترټنه، کنځل او ګواښل، د کار حق ترې اخیستل، د ډوډۍ او مهر نه ورکول هم هغه اقتصادي ستونزې دي چې ښځې ترې کړېږي.

په دې رپوټ کې کور، سرک او کوڅې، د کار ځای، روغتون، ښوونځي، پوهنتون او نور ښوونيز مرکزونه د مېرمنو لپاره نا امن ځایونه شمېرل کیږي او همدارنګه پر ښځو د زور زیاتي ۹۰ سلنه عاملین نارینه ښودل شوي دي.

  • د ژبني تاوتریخوالیو ۱۳۱۷پېښې
  • تورنول ۱۲۷پېښې
  • په طلاق ګواښل او د کور پرېښودل او وژنه ۲۲۳ پېښې
  • د ماشوم نشتوالي له کبله ګواښل ۲۵ پېښې
  • د هلک ماشوم نه درلودو له کبله ګواښل ۵ پېښې
  • کنزا ۷۱۴ پېښې
  • تحقیر او تخویف ۲۰ پېښې
  • اقتصادي تاوتریخوالی ۷۴۹ پېښې
  • له کاره منع کول ۲۰ پېښې
  • نفقې نه ورکړه ۵۷۶ پېښې
  • د مهریې نه ورکړه ۲۶پېښې
  • د میراث نه ورکړه ۵۳ پېښې

په همدې حال کې لویه څارنوالي وايي چې دا ټولې پېښې څېړل شوې دي.

د دې ادارې ویاند، جمشید رسولي زیاتوي:«دا پېښې چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې دي، په اړه یې دې ادارې څېړنه کړې د ه او پرېکړه پرې شوې ده.»

په هېواد کې د صحرايي محکمو زیاتوالی د دغه رپوټ بله برخه ده.

د دې رپوټ پربنسټ د ۱۳۹۶ کال پرمهال د هیواد په صحرايي محکمو کې ۱۲ نارینه ووخپل ژوند د لاسه ورکړی او د دوه مېرمنو په ګډون درې نور ټپيان شوي دي.

هېواد کې له سزا دمعافیت کلتور او د قانون حاکمیت ضعف تراوسه هم د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالی اصلی لاملونه دي.
 
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د راپور له مخې روان لمریز کال کې د ښځو وژنه اته سلنه زیاته شوې ده او ډېری پېښې د هېواد په شمال، سویل او ختیځ کې ترسره شوي. د راپور له مخې ۱۳۶پېښې یې ناموسي وژنې وې

شریک یي کړئ