Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سمنګانو کې له خلکو سره د طالبانو نښته؛ دوه تنه ملکیان ووژل شول

د سمنګان دره صوف بالا ولسوالۍ کې دوو کلیو د خلکو او طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۵طالب وسله‌وال او دوه تنه ملکیان وژل شوي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند، محمد حنیف رضايي وایي، دې پېښه کې د بلخ زارې ولسوالۍ لپاره، د طالبانو تش په نامه مرستیال ولسوال هم وژل شوي.

ښاغلی رضايي وایي، همدې نښته کې ۲۲ تنه طالبان او پنځه تنه د سیمې خلک ژوبل شوي.

د رضايي په وینا اوس په سیمه کې حالت عادي دي.

د سیمې خلکو بیا ټلیفوني اړیکه کې ویلي، ښایي طالبان غچ اخېستو لپاره بیا چهارمغزک او پس قول کلیو ته ورستانه شي.

د سیمې خلک وایي، وروستیو څلورو ورځو کې طالبانو څو وار، پر چهارمغزک او پس قول سیمه باندې سیمه باندې بریدونه کړي، خو عامو خلکو مقاومت کړی.

د سیمې د خلکو په وینا تراوسه دولتي ځواکونو نه دي وررسېدلي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند وایي، همدې نښته کې ۲۲ تنه طالبان او پنځه تنه د سیمې خلک ژوبل شوي.

شریک یي کړئ