Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سمنګان ولایت په دوه پېښو کې پنځه تنه وژل شوي

په سمنګان ولایت کې دوه جلا پېښو کې پنځه تنه وژل شوي دي او پنځه تنه نور ټپیان دي.

د سمنګان د امنیه قومندان ویاند منیر احمد رحیمي وايي چې لومړنۍ پېښه د شنبې په ورځ (د وري په ۲مه) د دره صوف بالا ولسوالۍ په بیني منګ کلي کې شوې چې د دوه کورنیو ترمنځ نښته کې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.

هغه زیاتوي چې دغه نښته د کورنیو شخړو له امله وه.

ښاغلی رحیمي زیاتوي چې له دې سره هم مهاله، یوه بله نښته د دره صوف پایان ولسوالۍ په زیرکي کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ جګړه شوې چې په پایله کې یې درې تنه وژل شوي دي او پنځه تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د رحیمي په وینا، دغه نښته د یوه ماشوم د شوخۍ له امله رامنځه شوې ده.

هغه وویل چې پولیس د دغې پېښې د عاملانو د نیولو په لټه کې دي او ډېر ژر به یې جزییات له رسنیو سره شریک کړل شي. 

رحیمي وویل چې پولیس د دغې پېښې د عاملانو د نیولو په لټه کې دي او ډېر ژر به یې جزییات له رسنیو سره شریک کړل شي. 

شریک یي کړئ