Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سندونه: طالبانو د خپل راتلونکي نظام لپاره منشور چمتو کړی

هغه سندونه چې یوې حکومتي سرچینې طلوع نیوز ته ورکړي د دې ښودنه کوي چې طالبانو د خپل راتلونکي نظام لپاره د «افغانسان د اسلامي امارت» په نوم منشور چمتو کړی دی.

په دغه منشور کې چې ویل کېږي ۱۴۹ مادې لري، طالبانو د اسلامي امارت پر جوړېدو او د سپین بیرغ په لرلو ټينګار کړی دی. 

د دغه منشور پر بنسټ په ټولو کارونو کې به وروستۍ پرېکړه امیرالمومنین کوي او همدارنګه اسلامي امارت د ملګرو ملتونو سازمان د هغو قوانینو په عملي کول چې له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وي مکلف نه دی.

په دغه منشور کې د بیان ازادي، بشر حقوق او مدني حقوق د اسلامي احکامو په چوکاټ کې عملي کېږي. 

دغه منشور چې د افغان حکومت د مشرتابه لخوا لیدل شوی او یوه نسخه یې یوه دولتي چارواکي طلوع نیوز ته ورکړې د دې ښودنه کوي چې د طالبانو په فکر او د حکومتوالۍ په بڼه کې د دې ډلې د پنځه کلنې واکمنۍ په پرتله هېڅ بدلون نه لیدل کېږي.

د دغه منشور په دوهمه ماده کې د اسلامي امارت پر نظام ټینګار شوی په داسې حال کې چې په دیارلسمه او یوویشتمه ماده کې راغلي د اسلامي امارت ټولې لایحې د مشرتابه شورا، علماوو شورا او امیرالمومنین او یا د هغه د مرستیال لخوا اجرا کېږي.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لوی څارنوال جلال الدین شینواری په دې اړه وايي:«تر اوسه چې زه له تاسو سره خبرې کوم، داسې نظام غواړي چې عنوان یې اسلامي امارت وي او تراوسه د هغوی(طالبانو) غوښتنه همدا ده.»

»د دغه منشور په پنځه ویشتمه ماده کې راغلي:«د افغانستان اسلامي امارت د امیرالمومنین د ټاکلو لپاره دوه لارې لري:
 
الف: د اهل الحل والعقد د شورا له لارې ټاکل

ب: د پخواني امیرالمومنین له لوري د ولي العهد ټاکلو له لارې

په نهه ویشتمه ماده کې راغلي:

امیرالمومنین د اسلامي امارت د هر غړي د انتخاب او عزل بشپړ واک لري، هېڅوک یې له پرېکړې د سرغړونې حق نه لري.

په پنځه څلوېښتمه ماده کې ویل شوي:

«د افغانستان اسلامي امارت په خپل جوړښت کې دوه شوراګانې لري یوه رهبرۍ شورا او بله د علماوو شورا چې له امیرالمومنین سره د کارونو په چټکوالي او ښه والي کې مرسته کوي.»

د پوهنتون استاد فیض محد ځلاند په دې اړه وايي:«که چېرې ملت پر امارت ټينګار وکړي او یا د امارت غوښتونکي شي، زما په ګومان شونې ده چې امارت حاکم شي او که چېرې حکومت د جمهوریت او یا کومې بلې بڼې غوښتونکي شي شونې ده چې هغه هم حاکم شي.»

دري شپېتمه ماده:

«د علماوو شورا د اسلامي امارت ټولې چارې د شریعت په چوکاټ کې ارزوي، د امارت ټولې لانجې، فرمانونه او قوانین د شریعت له لارښوونو سره برابروي.»

 د دغه منشور په څلور اویایمه ماده کې راغلي:

«د افغانستان اسلامي امارت د ملګروملتونو په هغو قوانینو مکلف نه دی چې له اسلامي ارزښتونو سره ټکر لری، لکه: د شریعت له چوکاټه وتلې د بیان آزادي، بشري حقوق او مدني حقوق»

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون مرستیال نعیم نظري په دې هکله څرګنده کړه:«هغه منشور چې طالبان پر هغې ټینګار کوي، له ډیموکراټيکو او بشري حقونو سره په څرنګه په ټکر کې دی.»

د دغه منشور په یو سل او شپږمه ماده کې ویل شوي:«اسلامي امارت په ټولو تعلیمي ادارو لکه مدرسو او مکاتبو کې د لیسانس تر کچې اسلامي او عصري علوم دواړه لازم ګڼي، له هغه وروسته د تخصص برخه کې هر سړي ته اختیار دی چې دیني علوم وایي او که عصري. خو په مدارسو کې د دیني علومو ترڅنګ دیرش سلنه عصري علوم او لسانیات ضروري دي.»

په دې فصل کې د ښځو او نجونو زده کړو ته اشاره نه ده شوې.

په یو سل او پنځه څلوېښتمه ماده کې ویل شوي:

«د امرالمعروف او دعوت الاشارد لایحه باید دلته راوړل شي که چېرې د هغې تعدیل ته اړتیا وه بیا به پرې غور وشي.

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان رییس لعل ګل لعل وايي:«موږ باید بېرته له صفره پیل ونه کړو، موږ تراوسه په دې برخه کې ډېر پړاونه کچ کړي دي.»

طالبان نه غواړي په دې اړه څه ووايي. دغه منشور په داسې حال کې خپرېږي چې تمه کېږي په نږدې راتلونکي کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرې پيل شي.

په همدې حال کې د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي، هغه سند چې طلوع نیوز په راپور کې ورته اشاره کړې، په دې ډلې پورې تړاو نلري.

شریک یي کړئ