Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سولې بهیر کې دنورو عملي ګامونو لپاره د زلمي خلیلزاد د سفر نوې لړۍ

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد خپل نوي سفر لړۍ، قطر، پاکستان او افغانستان ته پیل کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ښاغلي خلیلزاد د دغه سفر موخه په افغانستان کې د لوریو ترمنځ د سولې بهیر کې د اړتیا وړ نورو عملي ګامونو په هکله د هوکړې ترلاسه کول دي ترڅو د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي خلیلزاد د خپل مخکني سفر په دوام، د امریکا او طالبانو د هوکړې د ټولو ژمنو تطبیق او همدارنګه د امریکا او افغانستان ګډه اعلامیه په ځانګړې تګه د تاوتریخوالي کموالی، د بندیانو د ازادول به له ټولو لوریو سره مرور کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د اختر په درې ورځو کې یو اوربند هم عملي شو. چې د هغه په لړ کې حکومت ژمنه وکړه چې د طالبانو ۲۰۰۰ بندیان به ازاد کړي.

د تېرې اوونۍ په چهارشنبې، په حکومت کې سرچینې طلوع نیوز ته وویل چې طالبانو د اختر په ورځو کې له اوربند وروسته، په هرو څلروېشتو ساعتونو کې په منځنۍ کچه پر دولتي ځواکونو ۳۰ بریدونه ترسره کړي دي.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو پر بنسټ د اختر له ورځو مخکې په هېواد کې د طالبانو بریدونه په یوه شپه او ورځ کې په منځنۍ کچه ۱۰۰ بریدونو ته رسېدل.

افغان حکومت له طالبانو غواړي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پيل لپاره تاوتریخوالي د پام وړ کم کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو زوارت وايي چې ښاغلی خلیلزاد به په دغه سفر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک ژمنې به وڅېړي.

شریک یي کړئ