Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سویډني جلۍ د یوه افغان ویستو مخه ونیوه

د آلېن راسون په نامه یوې ځوانې سویډني جلۍ له دې هېواد څخه د ۵۲ کلن افغان ویستو مخه ونیوله.

نوموړې ګوتنبرګ هوايي ډګر کې اسانبول ته تلونکې الوتکه کې هغه مهال پر خپل ځای ودرېده او مسوؤلینو غوښتل یو افغان له دې هېواد څخه وباسي. ارسون د الوتکې کارکوونکو ته وویل، تر هغې چې افغان کډوال له الوتکې ونه ویستل شي او په دې هېواد کې پاتې نشي، دا به پر خپل ځای نه کېني.

نوموړې وویل:«زه هغه څه چې د دې سړي ژغورنې لپاره وکولی شم، کوم یې.»

آلېن هغه مهال چې د کډوالو برخې فعالانو لخوا خبره شوه یاد افغان کس له دې هېواد څخه ویستل کېږي او ترکیې ته لیږدول کېږي، د ترکیې ټکټ یې وکړ ترڅو الوتکې ته ولاړه شي او د یاد کس د ویستو مخه ونیسي.

کله چې نوموړې الوتکې ته د ننه شوه، نو د خپل ټلفون له لارې یې پر انټرنټ خپله ژوندۍ ویډیو خپره کړه چې په انګلیسي ژبه خبرې کوي او وايي چې ځکه د یاد افغان د ویستو مخه نیسي چې په هېواد کې یې جګړه ده او غواړم ژوند یې خوندي شي.

د نوموړې ویډیو له سې‎شنبې راهیسې کابو نیم میلیون کسانو پر انټرنټ کتلې ده.

کله چې نوموړې اعتراض کوي نو په الوتکه کې د یو شمېر مسافرانو غږ هم اورېدل کېږي چې د آلېن ملاتړ کوي، په پایله کې د الوتکې کارکوونکي راځي او افغان کډوال له الوتکې کوزوي.

سویډني رسنیو خبر ورکړی دی چې افغان کس له الوتکې له ویستو وروسته ورک شوی، خو د دویچه وله د راپور له مخې، یاد کس لا هم په بند کې دی او ښایې پر کومې بلې نېتې له دې هېواد څخه ویستل شي.

سویډني جلۍ د یوه افغان ویستو مخه ونیوه

کله چې نوموړې اعتراض کوي نو په الوتکه کې د یو شمېر مسافرانو غږ هم اورېدل کېږي چې د آلېن ملاتړ کوي، په پایله کې د الوتکې کارکوونکي راځي او افغان کډوال له الوتکې کوزوي

شریک یي کړئ