Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سټولټبرګ: طالبان باید په ریښتینې توګه سوله وکړي

د افغان حکومت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرو د پیل په درشل کې، د ناټو سرمنشي ینس سټولټبرګ وايي چې طالبان به د جګړو په ډګرونو کې بریالي نه شي او باید د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

د ناټو سرمنشي چې په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو له غونډې وروسته وینا کوله ټينګار وکړ چې سولې ته د رسېدو لپاره طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او له امریکا سره د سولې هوکړه لیک ته درناوی وکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه چې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره ناټو مالي، سیاسي ملاتړ او د دوامداره پوځي حضور ته به ژمنه وي:«موږ له افغانستان سره مالي، سیاسي ملاتړ او دوامداره حضور ته ژمن یوو. ځکه موږ په دې باور یوو چې، د سولې له بهیره د ملاتړ لپاره تر ټولو ښه لار، طالبانو ته د دې پیغام استول دي چې د جګړې په ډګر کې به هېڅکله هم بریالي نه شي. دوی باید د خبر پر مېز کېني او په ریښتینې توګه مصالحه وکړي.»

ینس سټولټنبرګ همداراز ټینګار کوي چې، د روان کال تر اوړي پورې به په افغانستان کې د دغه تړون د سرتېرو شمېر ۱۲ زرو ته راکم شي. خو په وینا یې، په افغانستان کې د ماتېدونکي وضعیت د سمولو لپاره باید د طالبانو په ګډون ټولې ښکېلې خواوې د افغانانو تر منځ د خبرو پیلېدو لپاره کار وکړي.

د ناټو سرمنشي یسن سټولټنبرګ وویل:«د سولې د هڅو د یوې برخې توګه موږ په افغانستان خپل پوځي شتون راکموو. د روان اوړي پورې به موږ شاوخوا ۱۲ زره پوځیان ولرو. تر اوسه د ډېر کمښت په اړه پرېکړه نه ده شوې او تر دې وروسته ټولې کړنې به مو له شرایطو سره سمې وي.» 

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک پربنسټ، د افغانانو ترمنځ خبرې باید یوه میاشت مخکې پیل شوې وای او د دغو خبرو له پیل مخې باید د طالبانو پنځه زره بندیان د حکومت له بندخونو او د دولتي ځواکونو زر اسیر شوي سرتېري ازاد کړل شوي وای.

افغان حکومت د دې پخلی کوي، چې د سې شنبې په ورځ د طالبانو یو پلاوی د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره کابل ته راغلی دی. که څه هم سرچینو ویلي وو چې ټاکل شوې ده د دغو بندیانو د ازادېدو بهیر د پنجشنبې په ورځ (د وري په ۱۴مه) پیل شوی وای، خو دغه بهیر تراوسه پیل شوی نه دی.

دا په داسې حال کې دي چې په هېواد کې تاوتریخوالی دوام لري او د افغانستان د دفاع وزارت په وینا څه باندې لسو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ شتون لري.
 
شریک یي کړئ