Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سټولټنبرګ: طالبان باید د افغانستان د سولې طرحه ومني

د ناټو لوی منشي، سټو لټنبرګ د افغان حکومت له خوا طالبانو ته د سولې وړاندېز شوې طرحه بې مخینه بولي او دې ډلې غواړي چې له دې موکې استفاده وکړي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم له طالبانو وغوښتل چې دافغان حکومت دسولې وړاندیز ومني او دغه شورا وایي چې طالبان نه شي کولی د جګړې له لارې خپلې موخې ته ورسیږي.

د ناټو لوی منشي د دغه تړون له مرکز  کې د کلني راپور د اعلان پر مهال د افغانستان پر سولې خبرې وکړې. نوموړی د کابل د سولې طرحه روښانه وړاندیز بولي او له طالبانو غواړي له دې فرصته په ګټې اخیستنې د سولې خبرو ته حاضر شي.

د ناټو لوی منشي، ینس سټولټنبرګ وايي:«زه په رهبري کې د ولسمشر غني له زړورتیا ستاینه کوم، طالبانو ته د هغه وړاندیز تر دې دمه د سولې تر ټولو روښانه دعوت دی، دې ته په کتو سره زه له طالبانو غواړم د سولې خبرو ته حاضر شي. اوسمهال د جګړې د پایته رسیدو لپاره یو فرصت شته او باید ترې ګټه پورته شي. مونږ طالبانو او نورو اورپکو ته دغه پیغام رسوو چې د جګړې له لارې بریا ته نه رسیږي او دلیل یې دا دی چې مونږ په افغانستان کې خپل حضور پراخوو.»

د ناټو لوی منشي د سولې پيغام ترڅنګ د پوځي فشارونو پر دوام هم ټینګار کوي.

ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي:«د افغان ځواکونو په مرسته مونږ په طالبانو خپل پوځي فشارونه زیات کړي څو دغه ډاډ ترلاسه شي چې هغوی خپلو موخو ته ونه رسیږي او طالبان په دوه زره او اوولسم میلادي کال کې د کوم ولایت د مرکز پر نیولو بریالي نه شول.»

اخوا د امریکا دفاع وزیر یو وار بیا له پاکستانه غواړي له ترهګرو سره جدي مبارزه وکړي.

د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزارت ویانده، دنا وایټ وايي:«د امریکا دفاع وزیر تل ویلي له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې داسې کړنې زیاتې دي چې پاکستان کولی شي هغه ترسره کړي زمونږ هیله دا ده چې پاکستان په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار ډیر ګامونه پورته کړي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د یوې اعلامیې په خبرو سره له طالبانو غوښتي د سولې په تړاو د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړي او مخامخ خبرو ته حاضر شي.

په همدې حال کې د سولې عالي شورا ویاند، سید احسان طاهري وايي:«د ولسمشر غني لخوا طالبانو ته د سولې طرحې وړاندې کولو سره ښه پرمختګ شوی دی. په لومړیو ګامونو کې یوو او نه غواړو چې اعلان یې کړو. خو هیله‎مند یوو چې راتلونکي کال(۱۳۹۷) کې د افغانستان د سولې خبرو پیل شاهد ووسو.»

په همدې حال کې د سولې په تړاو د ولسمشر غني له وړاندیزه درې اوونۍ تیریږي خو طالبانو تر دې دمه په دې اړه کوم ځانکړی ځواب نه دی ورکړی.

د ناټو لوی منشي له طالبانو غواړي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي، ځکه چې د جګړې له لارې به موخې ته ونه رسیږي

شریک یي کړئ