Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سټولټنبرګ: طالبان باید له القاعدې سره اړیکې پرې کړي

 د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي سولې ته د افغانستان د رسېدو لپاره طالبان باید له القاعدې سره د خپلو اړیکو د پرې کولو او د تاوتریخوالي د کمښت په اړه خپله ژمنتیا ښکاره کړي؛ چې پر بنسټ یې ناټو او نور متحدین یې په افغانستان کې د خپل پوځي شتون په اړه پرېکړه وکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه:«موږ دې ته اړتیا لرو پوه شو چې طالبان له القاعدې سره خپلې ټولې اړیکې پرې کوي. موږ غواړو په دې اړه طالبان یو ځواکمن ګام پورته کړي. موږ دې ته هم اړتیا لرو چې د تاوتریخوالي کمښت او د افغانانو تر منځ د خبرو پیلېدل وګورو.»

سولې ته د رسېدو په موخه د افغانانو تر منځ د خبرو د پیلېدو په درشل کې، د هېواد د بهرنیو چارو نوماند وزیر، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د افغانانو تر منځ د خبرو په برخه کې د اعتماد جوړونې لپاره د تاوتریخوالي د کمښت غوښتونکي شوي دي.
په دې درې اړخیزه ناسته کې ټولو په ټينګار سره ویلي چې، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ لومړنۍ خبرې باید ژر تر ژره ترسره شي او د اوربند مسله باید د دغو خبرو په سر کې ځای ولري.

له دې سره سم، د څارګرې ملي ادارې پخوانی مشر وايي چې، افغان حکومت او طالبانو ته نه ښايي چې سولې ته د رسیدو لپاره لاسته راغلې موکه له لاسه ورکړي.
 
د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل څرګنده کړه:«موږ وینو چې په دې وروستیو کې جګړې زور اخیستی. دا ښه علامه نه ده. که چېرې نیت د سولې وي، موږ باید د تاوتریخوالي په لور ولاړ شو او بالاخره دایمي اوربند ته.»

د طالبانو د وخت لوی څارنوال جلال الدین شینواری وايي:«دولت ژمنه کړې چې په دې اوونۍ کې دوه زره نور بندیان ازاد وي. که چېرې حکومت خپله ژمنه عملي کړي، د افغانانو ترمنځ خبرې په راتلوونکې اوونۍ پیل شي.»

داسې پتېیل کېږي چې، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د بندیانو د تبادلې بهیر له بشپړېدو وروسته د افغانانو تر منځ لومړنۍ خبرې د قطر په دوحې کې ترسره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه