Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیاستوالانو د سولې بهیر په هکله د ملي پخلاینې طرحه جوړه کړې

د پخوانیو چارواکو او سیاستوالو یوې ډلې د سولې خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره «د ملي پخلاینې طرحه»چمتو کړې ده.

دغه سیاستوالان وايي چې اوس د ولسمشر غني په تمه دي چې د دغې طرحې په اړه له هغوی سره سلامشوره وکړي.

د ملي پخلاینې د طرحې یو له چمتو کوونکی سید اسحاق ګیلاني وايي:«هغه طرحه چې له دوستانو سره مو چمتو کړې، د «د اسیا زړه» دفتر له خوا چې په بشپړه توګه یو خپلواک دفتر دی او د هغه کلیات دا دي چې په جګړه کې ټول ښکېل لوري باید له افغانانو استازیتوب وکړي او د طالبانو په وړاندې د افغانانو ترمنځ په مذاکراتو کې دغه ډله دې ناسته وي.»

دغه سیاستوالان وايي چې له ټولو سیاسي مشرانو، د مدني ټولنې له بنسټونو او د سیاستوالانو سره مشوره کړې ده.

د هغوی په وینا، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي او د ولسمشر سلاکار حمدالله محب هم څو ځله له هغوی سره لیدلي دي، خو د دې سربېره چې سیاستوالان له ولسمشر سره هم د لیدو غوښتونکي دي، تراوسه ولسمشر له هغوی سره نه دي لیدلي.

ښاغلي ګیلاني زیاته کړه:«زه هیله لرم چې ښاغلی غني دا ومني. که چېرې وې نه مني، ښاغلی غني په خپل ځان رغوي او یوازې پاتېږي او ټول سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې به یوې خوا ته وي.»

که څه هم د دغې ډلې غړي د دې طرحې جزیات نه ورکوي خو ځینې سرچینې وايي چې په دغه طرحه کې د سولې په هکله د تصمیم نیولو لپاره د یوه جوړښت وړاندیز شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د مخکني ولسمشر حامد کرزي او اجراییه رییس عبدالله عبدلله، د سولې شورا رییس کریم خلیلي، د مخکني ولسمشر مرستیال یونس قانوني په ګډون ځينې سیاستوالانو تېره ورځ (شنبې د سلواغې په ۵مه) د محمد محقق په کور کې ناسته لرله. 

د دغې غونډې ګډون کوونکي وايي چې د سولې لپاره د یوې طرحې په هکله خبرې کړې دي.

د سیاستوالانو د ناستې ګډون کوونکی شهزاده مسعود په دې اړه څرګندوي:«موږ هڅه کوو چې دغه واحده افغانستان شموله طرحه بشپړه کړو او له ارګ سره یې شریکه کړو.»

خو په دې وروستیو کې د اوربند رامنځته کېدل او د تاوتریخوالي کمښت ځينې بحثونه رامنځته کړي دي. طالبان او امریکا د تاوتریخوالي پر کمښت ټينګار کوي؛ په داسې حال کې چې افغان حکومت بیا د سولې خبرو اترو د پیل لپاره اوربند یو شرط ګڼي.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د اولمپيک کمیټې رییس عبدالشکور مطمئن وايي:«طالبان په خپله اوربند ته لېواله دي خو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له تړون وروسته ‎، له هغې وروسته اوربند هم کېږي او د افغانانو ترمنځ غونډې هم جوړېږي او د سولې په اړه خبرې کېږي.»

له بلخوا ولسمشرۍ دفتر په ارګ له راس ویلسن او جنرال سکاټ میلر سره د ولسمشر غني د کتنې خبر ورکوي او وايي ښاغلي میلر ویلي په قطر کې له طالبانو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازو خبرې روانې دي او که دغه خبرې پایلې ته ورسېږي زلمی خلیلزاد به کابل ته راشي.

سیاستوالانو او پخوانیو حکومتي چارواکو په تېرو درېیو میاشتو کې د سولې د خبرو لپاره یوه طرحه برابره کړې ده.

شریک یي کړئ