Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیاستوالو سره د ولسمشر په غونډو کې د ښځو نشتون په هکله غبرګونونه

په پرېکړو کې د ښځو د ونډې په هکله د حکومت د شعارونو پر خلاف، له سیاستوالو سره د ولسمشر غني په ډېریو وروستیو مهمو غونډو کې هېڅ ښځې حضور نه درلود.

 د بېلګې په توګه، د اشرف غني او د عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې هېڅ ښځې حضور نه درلود او ټول سړیان وو.

 د چهارشنبې د ماښام د غونډې په تصویرونو کې چې ولسمشر د ملي او سیاسي مسایلو او د هېواد د اوسني وضعیت په تړاو له سیاسي او جهادي څېرو سره خبرې کړې دي هم هېڅ کومه ښځه نه لېدل کېږي.
او دغه راز کابل ته د زلمي خلیل زاد په وروستي سفر کې له نوموړي سره د ولسمشر، د ملي مصالحې د عالي شورا او ځينو چارواکو لیدنې کې هم هېڅ ښځه نشته.
     
له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د حکومت مرکچي پلاوي غړې شهیلا فرید وايي:«سیاستوال باید په سترو حکومتي پرېکړو یا سترو دولتي پرېکړو کې باید د ټولو هېوادوالو حضور تضمین کړي، خوله بده مرغه دوی په کاري لومړیتوب کې نه دي. کله چې د ښځو د ټولنې فشار نه وي، هرو مرو، دوی ښځې هېروي.» 

د ولسمشرۍ ماڼۍ دغه راز چلند په ټولنیزو شبکو کې غبرګونونه راپارولي دی.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسې شهرزاد اکبر د خپل ټوېټر پر پاڼه لیکلي دي:«چې یعني په ملي او سیاسي مسایلو او د هېواد اوسني وضعیت کې یوازې د  نارینه و نظر مهم دی؟ ښځې چېرته دي؟ او په دغه راز شرایطو کې چې د سولې او جګړې بحث تر ټولو مهم بحث دی، ولې د مرکچي پلاوي ښځينه غړي په دغو لیدونو کې شامل نه دي؛ اندېښمنه یم چې د ښځو د سیاسي مشارکت کوچنۍ او ناکافي لاسته راوړنې به هم له لاسه ووځي.»

دغه راز د موج تحول حرکت مشرې او د مرکچې پلاوي غړې فوزیې کوفي هم ویلي دي:«ښاغلی ولسمشر د دود او عادت بدلون سخت کار دی؛ په افغانستان کې له پېړیو راهیسې له سیاسي مشرانو زموږ ذهني تصویرونه له پګړۍ او نکټایي سره هماغه سړي دي .د دې عادت بدلون عملي دي ؛ که چیرې ورته اراده وي.»

د پوهنتون استاده منیژه رامزي هم وايي:«دا موضوع له یوې خوا ښيي چې د افغان حکومت د طالبانو له حضور پرته هغوی ته ښيي چې موږ اوس د ښځو ونډه څنډې ته کړې ده.»

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د خپل ټوېټر پر پاڼه لیکلي دي:« چې په تېرو پنځو کلونو کې د ولسمشر کړنلاره د ښځو د رول پياوړتیا او سیاسي سمبولیک ادغام نه بلکې یو معنی داره کړنلاره وه؛ څو د ښځو ظرفیت لوړ شي او هغوی د پرېکړې کولو کچو ته راولي، دا کړنلاره په راتلونکې کې هم پر خپل ځای پاتې کېږي.
 
د هېواد د لومړۍ مېرمن دفتر وایي چې دا دفتر ټولنیز کارونه کوي او د هېواد په سیاست کې کار نه لري.

د ولسي جرګې غړې نیلوفر ابراهیمي وايي:«له بده مرغه د افغانستان سیاستوال د ښځو له ريښتینولۍ، وطن پالنې او وړتیا څخه په وېره دي له هغې پرته هېڅ سلیم عقل نه شي منلی چې په هېواد کې د پرمختګ او ترقۍ غورې کوي، خو د نیمې ټولنې ونډه چې ښځې دي په پام کې نه نیسي.»

لومړی ځل نه دی چې د هېواد د ملي او سیاسي پرېکړو د سلا مشورو ناستو ته د ښځو نه لارموندلو د ښځو او نارینه‎وو تند غبرګونونه یې راپارولي دي. خو سره له دې هم دا ډول چلند د ولسمشرۍ ماڼۍ او د حکومت د مشرانو له لوري په ځلونو تکرار شوی دی.
 
له سیاستوالو سره د ولسمشر په څو وروستیو غونډو کې هېڅ ښځې حضور نه دی لرلی.

شریک یي کړئ