Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیاسي مشرانو له ولسمشرغني نه د تازه ګمارنو د درولو غوښتنه کړې

د هېواد ځینو سیاسي مشرانو، عبدالرب رسول سیاف، محمدیونس قانونې، محمدکریم خلیلي او حامد کرزي د ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره له ولسمشر غني غوښتي دي چې وروستۍ ګمارنې دې ودروي.

ګډه خبرپاڼه کې چې نن (یک شنبې د وري په ۱۷مه نېټه) خپره شوې ده، راغلي دي:«هېواد کې روانو حالاتو ته په کتو، اوسمهال هېواد کې سولې ته د رسېدو په موخه ښه همکاري او همغږي روانه ده، وړاندیز کوو چې ولسمشر غني د یوې مودې لپاره له تعییناتو ډډه وکړي او ډاکټر عبدالله عبدالله هم هوکړې ته د رسېدو وخت زیات کړي.»

له بلې خوا د مرکزي او سویلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله، الیس ویلز افغانستان سره نړیوالې مرستې د ټول ګډونه حکومت پر جوړولو پورې تړلې بللې دي.

 هغې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي دي چې افغانستان کې نړیوال بنسټونه په عادي ډول خپل کارونه مخې ته نشي وړی.

الیس ویلز څرګنده کړې ده چې افغانستان کې روان سیاسي بهیر د دغه هېواد نړیوالو ملاتړو لپاره به د منلو نه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې لا هم د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ ناندرې روانې دي.

همداراز تېره ورځ( د وري په ۱۶مه نېټه) د عبدالله عبدالله یو له ویاندویانو وايي تر هغې چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې باطلې اعلان نه شي، هېواد کې به د یوه ټول ګډونه حکومت د رامنځته کېدو د طرحې په اړه به بحثونه بې پایلې وي.

ولسمشر غني تېره اوونۍ د ولسي جرګې له ځينو غړو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې له ښاغلي عبدالله یې غوښتي چې د سولې عالي شورا مدیریت او مشري وکړي او خپل همکاران هم په کابینه کې د غړیتوب په توګه معرفي کړي.

د عبدالله او غني ترمنځ ټاکنیزو جنجالونو له هغې وروسته زور واخست چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني یې د ټاکنو ګټوونکی اعلان کړ؛ خو عبدالله عبدالله دا پایله ونه منله او وې ویل چې په خپله یو «ټول ګډونه» حکومت جوړوي.

بالاخره دواړو د کپ په ۱۹مه د لوړې جلا مراسم ترسره کړل او ځانونه یې ولسمشران اعلان کړل.

اشرف غني د لوړې په مراسمو کې وویل چې خپله کابینه به له دوه اوونیو وروسته اعلان کړي. دا ډول یې له عبدالله سره د مذاکرې او د دواړو ډلو څخه د کابینې جوړېدو ته لار پرانیستې پرېښوده. خو د یوه حکومت د هوکړې په هکله هڅې پایلې ته ونه رسېدې.

خبرپانه کې همداراز راغلي دي چې دوی هیله لري، څو د سولې خبرې ژر پیل او وروستۍ پایلې ته ورسیږي

شریک یي کړئ