Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیاف: د پخلاینې عالي شورا د جوړېدو په حال کې ده

پخوانی جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف وايي چې د پخلاینې شورا د جوړېدو په حال کې ده. د هغه په وینا، ټاکل شوې ده چې ده شورا له جوړېدو وروسته به د سولې خبرو چوکاټ تعیین کړي. 

ورته مهال ټاکل شوې ده چې د افغان حکومت د سولې خبرو اترو لپاره مرکچي پلاوی چې درې ورځې مخکې رامنځته شوی، سبا (دوشنبې د وري په ۱۱مه) له طالبانو سره خپله لومړنی رسمي غونډه جوړه کړي.

ښاغلی سیاف د دغه پلاوي له جوړېدو هرکلی کوي او وايي چې دغه پلاوی له طالبانو سره به خبرو کې باید د افغانستان د راتلوونکي په هکله یو مشخص لیدلوری مطرح کړي:«د پخلاینې شورا د جوړېدو په حال کې ده، چې له طالبانو سره د مذاکراتو کرښې او چوکاټ تعیین کړي.»

حکومت له میاشتو سلامشورې وروسته درې ورځې مخکې مرکچي پلاوی معرفي کړ. دغه پلاوی ۲۱ تنه غړي لري او مشري یې د ملي امنیت د پخواني رییس معصوم ستانکزي په غاړه ده.

د دغه پلاوی غړی نادر نادري وايي چې دغه پلاوی له بشپړو واکونو سره له طالبانو سره به خبرې وکړي:«پلاوی چې ولسمشر له هغه لیدلوري سره چې اعلان کړ، بشپړ واکونه لري د هغو پالیسو په حدودو کې چې مطرح کېږي خپل مذاکرات پیل کړي او وروستۍ موخه دا ده چې په افغانستان کې سوله راشي او جګړه پای ته ورسېږي او دا د اړوند ډلې د غړو په مهارت پورې اړه لري چې په ورته وخت کې د دواړو لورو ادارې پورې.»

په داسې حال کې چې طالبان د حکومت مرکچي پلاوی ټول ګډونه نه ګڼي، ولسمشرۍ ماڼۍ طالبان پر پلمو تورن وي.

د ولسمشر سټراټېژیک او عامه اړیکو سلاکار وحید عمر په دې اړه وايي:«موږ دا پوښتنه نه لرو چې د طالبانو په پلاوي کې څوک دي، له چا استازیتوب کوي، ترکیب یې څه ډول دی، د کومو قومونو استازي په کې دي، د افغانستان کوم طبقات په کې شامل دي، ایا په هغوی کې مختلف فکرونه شته او که نه، ایا په هغه کې ښځې شاملې دي او که نه؟ هغوی دې خپل پلاوی جوړ کړي.»

ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو په خپل ټوېټر پاڼه کې د غني او عبدالله د انځورنو له پورته کولو سره د مرکچي پلاوي له رامنځته کېدو هرکلی کړی دی:«په افغانستان کې له سیالانو مننه کم چې ټول ګډونه مرکچي پلاوی یې چمتو کړی چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې په بریالی توګه مخته
یوسي. د بندیانو د خلاصون بهیر د پیل لپاره ستاو له ژمنې او د سولې او پخلاینې د شرایطو له تنظیمولو خوښ یم.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان دواړو سیاسي مشرانو ته ټينګار کړی چې اوس خپله ژمنه د ټول شموله حکومت د جوړېدو لپاره همدا ډول خپله ژمنه وښيي:«له تاسو غواړم چې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره هم همداراز ژمنه څرګنده کړئ.»

په قطر کې خبریال سمیع یوسفزی وايي:«دوی (طالبان) غواړي چې ډاکټر صاحب عبدالله او نورو سیاستوالو ته چې هلته اختلاف لري یوه اشاره وکړي که چېرې هغوی وغواړي هم کولای شي خپل کسان په دغه پلاوي کې داخل کړي.» 

ټاکل شوې چې د افغان حکومت د سولې خبرو لپاره مرکچي پلاوی چې درې ورځې مخکې رامنځته شوی، سبا (دوشنبې د وري په ۱۱مه) له طالبانو سره خپله لومړنی رسمي غونډه جوړه کړي.

شریک یي کړئ