Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیګار: پر افغان خاوره د حکومت واک کم شوی

د افغانستان په بیا رغونه کې د امریکايي چارو څارونکې اداره (سیګار) وايي حکومت د خاورې په نیولو کې هیڅ پرمختګ نه دی کړی. 

د دې ادارې راپور چې نن (پنجشنبه، د لړم لسمه) خپور شوی، راغلي چې طالبان په وروستیو دریو کلونو کې توانېدلي چې د واک ساحه پراخه کړي.

راپور زیاتوي چې افغان حکومت د هېواد له ۴۰۷ ولسوالیو نه، پر ۲۲۶ ولسوالیو واک لري، چې د خاورې ۵۵،۵ سلنه جوړوي.

د سیګار د راپور له مخې په تېرو دریو میاشتو کې ۰،۷ سلنه خاوره د حکومت د مخالفینو لاس ته ورغلې. 

سرچینه وړاندې لیکي، طالبان له اوه سلنه خاورې حاکمیت نه، ۱۲،۵ سلنې ته رسېدلي دي، خو حکومت يې پر وړاندې څه نه دي کړي.

دا په داسې حال کې دی چې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان په تازه څرګندونو کې د جګړې تر څنګ یادونه کړې چې د سیاسي حل لارې وخت را رسېدلی دی.
 
شریک یي کړئ