Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیګر: افغانستان ته دې د امریکا راتلونکې مرستې مشروطې شي

د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا څانګړې څار اداره (سیګر) چهارشنبې( د مرغومې په ۲۵مه نېټه) غوښتي چې افغانستان سره دې د واشنګټن مرستې د دغه هېواد د وزارتونو د کارکړنو پورې مشروطې شي.

سیګر د امریکا متحده ایالاتو کانګرس ته وړاندیز کړی دی چې افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د مرستو سم لګښت لپاره باید دا مرستې د افغانستان د دولت د وزارتونو پر حساب ورکړې پورې مشروطې شي.

دا دوه ویشتم ځل دی چې د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې اداره د امریکا کانګرس ته مالومات ورکوي.

د یادې ادارې مشر، جان سپکو مني چې امریکايي قومندانانو افغانستان کې د امریکا جګړې په تړاو امریکایانو ته دروغ ویلي دي او همداراز د مرستو نه څار لامل شوی دی چې دغه هېواد کې فساد پراخ شي.

هغه زیاته کړې ده:«د سولې خبرو په مطابقت کې، کانګرس باید ډاډ ترلاسه کړي چې د امریکا اوسنی دولت پروګرام لري دا چې د سولې له بهیره وروسته افغانستان کې څه کيږي. افغانستان کې امریکايي بنستونه باید کانګرس ته منظم راپور وړاندې کړي. دریم دا چې کانګرس باید افغانستان ته خپلې بودجوي مرستې د نړیوالو بنسټونو او د افغانستان وزارتونو حسابورکوونې سره مشروطې وي، څو د ډاډ وړ د حساب ورکولو اقدامات ترلاسه شي.»

د کانګرس غړی، مک کول ویلي دي:«امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۰۱ زیږدیز کال راهیسي تخمیني ۱۳۲ میلیارډه ډالره د افغانستان پر بیا رغولو لګول شوې دي. سیګر موندلې چې د دغو پیسو ډېره برخه خوشې تللې، غلا شوي او پایله یې نه ده ورکړې. د بېلګې په توګه نهه میلیارډه ډالره له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې لګول شوي دي، خو افغانستان نن بیا هم د نشه یي توکو لوی تولیدونکی هېواد دی.»

په همدې حال کې د امریکا د کانګرس د بهرنی اړیکو کمېټې رییس، الیوت انګل بیا د امریکا پر بهرنیو چارو وزیر هم نیوکې کوي چې تر اوسه یې د افغان سولې بهیر په تړاو د امریکا ځانګړی استازی د پوښتنو ځوابولو په موخه نه دی وروستلی.

هغه ویلي دي:«د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو د تېر کال له سپټمبر میاشتې پورې نه پرېږدې  چې زلمی خلیلزاد، د علني خبرو لپاره د سولې په تړاو دې کمېټې ته مالومات ورکړي.»

د امریکا کانګرس په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې د افغانستان د بیا رغونې څار په موخه د سیګر اداره رامنځته کړه. دې ادارې تر اوسه پورې د ۱۳۲ میلیاډه ډالرو شپږ سوه راپورونه چمتو کړي دي او له درې میلیونو زیاتو سپما لامل شوي دي.

د امریکا کانګرس په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې د افغانستان د بیا رغونې څار په موخه د سیګر اداره رامنځته کړه

شریک یي کړئ