Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیګر: درې وروستیو میاشتو کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوې

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی یا سیګر د امریکا کانګرس ته په خپل نوي رپوټ کې ویلي چې په تېرو درې میاشو کې افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله پنځه سلنه زیاته شوې ده.

جان ساپکو په دغه رپوټ کې لیکلي چې له شپېتو سلنې زیاته دغه مرګ ژوبله د دغو ځواکونو د دفاعي عملیاتو په لړ کې شوې ده او د تېرو درې میاشتو د جګړو په لړ کې ولسي وګړو هم ۳۹ سلنه مرګ ژوبله لرلې ده.  

ښاغلي ساپکو په دغه رپوټ کې ویلي:«امریکایي سیاستوال باید ووینئ چې متحده ایالتونونه په کوم وخت او وضعیت کې باید د یوځای کېدو له هڅو ملاتړ وکړي که ملاتړ کوي؛ باید تر ټولو غوره تګلاره پيدا کړي.» 

د سیګر په رپوټ کې راغلي دي چې امریکایي ادارې باید د دغه پروګرام په پلي کولو کې د فساد، د څارنې او ارزونې د سختوالي، د څېړنې د ننګونو او امنیتي مسایلو په ګډون څو خطرونه په پام کې ولري؛ له  ۲۰۰۱ راهیسې په افغانستان کې د یوځای کېدو هڅې له دغو ستونزو سره مخ دي.

 په دغه رپوټ کې د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي د افغانستان له جګړې د وتلو لار او له دولت سره د جنګیالیو د یو ځای کېدو بڼه  سخته ګڼي.

په دغه رپوټ کې همدارنګه راغلي دي چې د یونما د شمېرو پر بنسټ د جولای تر سپټمبر میاشتو پورې د ولسي وګړو مرګ ژوبلې د تېر کال له ورته وخت سره ۴۲ سره زیاتوالی موندلی.

د دغه رپوټ پر بنسټ، د ټاکنو پر مهال د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د امنیت تامین، د تاوتریخوالي د کموالي لامل شو، خو د طالبانو له خوا تاوتریخوالی د دې لامل شو چې خلک په ټاکنو کې په پراخته توګه ګډون ونه کړي.

او د رایې ورکړې کابو زر مرکزونه د امنیتي ګواښونو له امله تړلي وو.

په رپوټ کې راغلي، چې د روان کال د اکټوبر تر میاشتې، په افغانستان کې اولس امریکايي او بهرني سرتېري وژل شوي او ۱۲۴ تنه نور یې ټپيان شوي دي چې په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو ډېر تلفات یې دي.

د دغه بنسټ پر حواله، د روان کال په نهو میاشتو کې، امنیتي ځواکونو دوه زره او ۵۳۱ ځمکني عملیات ترسره کړي چې په تېر ټول کال کې دوه زره او ۳۶۵ عملیات وو ډېر دي.

خو ملي دفاع وزارت د سیګر د دغه رپوټ له ردولو سره ویلي چې د دولتي ځواکونو مرګ ژوبلې کموالی موندلی او له اتو میاشتو راهیسي په یرغلي حالت کې دي.

شریک یي کړئ