Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیګر: د افغان ځواکونو د خپلواکه عملیاتو کچه را ټيټه شوې

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی بنسټ (سیکر) په خپل نوي رپوټ کې وايي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو خپلواکه عملیاتو کچه راټيټه شوې ده.

د دغه رپوټ پر بنسټ دغو ځواکونو په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان ځانګړو ځواکونو یوازې ۳۱ سلنه عملیات په خپلواکه توګه یعنې له امریکا او پریکنده ملاتړ ځواکونو پرته ترسره کړي او په ټول کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ۴۳ سلنه عملیات په خپلواکه توګه ترسره کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې، په ۲۰۱۸ کال کې یې ۵۵ سلنه عملیاتونه په خپلواکه توګه ترسره کړي و.

خو د افغانستان امنیتي بنسټونه وايي چې په تېر کال کې د امنیتي ځواکونو ګډ عملیات ډېر وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه وايي:«په ۲۰۱۹ کال کې د افغان دولتي ځواکونو عملیات د افغانستان د خلکو پر دښمنانو زیات وو او په دغه کال کې دښمن هم ډېر کمزوری کړای شو.»

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان هم څرګندوي:«د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له دفاعي حالته یرغلي حالت ته راغلل او د دغو فعالیتونو په پایله کې لس ولسوالۍ د دولت لاس ته راغلې.»

ځينې پخواني پوځيان وايي چې افغان امنیتي ځواکونه، بهرنیو مرستو ته اړتیا لري او د هغوی له همکارۍ پرته، له ستونزو سره به مخ شي.
 
پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وايي:«موږ له خپلو همدغو همکاریو لکه ناټو او امریکا پورې تړلي یوو او که چېرې دوی مرسته ونه کړي موږ له ستونزو سره مخ کېږو؛ خو په جګړه کې د امریکایانو په پرتله افغان سرتېری ښه جنګېږي.»

له دې سره سم، د ولسي جرګې ځينې غړي وايي د سولې له خبرو اترو سره جوخت د جګړې فشار هغه لامل دی چې، افغان ځواکونو پر بهرنیو ځواکونو خپله تکیه ډېره کړې ده.

د ولسي جرګې غړې نوریه حمیدي څرګندوي:«د تجهیزاتو او اکمالاتو له پلوه، موږ له بهرنیو هېوادونو سره تړاو لرو.»

د ولسي جرګې غړی محمد میرزا کټوازی هم زیاتوي:«طالبان د امتیاز اخیستو په پار... خپل بریدونه زیات کړي دي څو د سولې په ډګر کې یوه ګټه ترلاسه کړي.»

د افغان ځواکونو د خپلواکه عملیاتو له کمښت سره سره، سیګر بیا د تېرکال د مۍ تر اکتوبر میاشتو پورې د دغو ځواکونو د تلفاتو له لوړېدو هم خبر ورکوي.

د سیګر موندنې همداراز دا ښيي چې، افغانستان به تر ۲۰۲۴ کال پورې هر کال ۴ اعشاریه ۶ مېلیارد ډالرو او یا هم ښايي څه باندې ۸ مېلیارد ډالرو نړۍوالو مرستو ته اړتیا ولري.

شریک یي کړئ