Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیګر: د بیارغونې ملکي کارونو پرمهال له ۲زرو ډېر کسان وژل شوي

د افغانستان بیارغاونې چارو ځانګړې امریکایۍ پلټونکې اداره یا سیګار وایي، افغانستان کې د بیارغاونې ماموریت کې له ۲۲۰۰ زیات کسان وژل شوي.

سیګار خپل یو تازه راپور کې د هغو کسانو شمېرې خپرې کړې دي چې وروستیو دوو لسیزو کې افغانستان کې د بیارغاونې کارونو او د ټیکاو رامنځته کولو مهال کې وژل شوي، یا ژوبل  شوِ او یا هم تښتول شوي دي.

د سیګار د راپور پر بنست، تېرو اتلسو کلونو کې، ۱۳۱ تنه افغان نظامیان او ۱۴۴۷ تنه افغان ولسي وګړي په ناجنګي میدانونو کې وژل شوي.

دغه راز په همدغه موده کې ۲۸۴ امریکایي وګړي هم وژل شوي.

د سیګار د راپور تر مخه، په تېرو شاوخوا ۱۸ کلونو کې په ناجنګي سیمو کې شاوخوا ۳ زره کسان ژوبل شوي.

د سیګار تازه راپور کې لیکل شوي، له دې سره چي امریکا له طالبانو سره پر سوله خبرې کوي، د ۲۰۱۹ کال وروستیو درېیو میاشتو کې، افغانستان کې  دتاوتریخوالي کچه خورا ډېره شوې.

شریک یي کړئ