Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیګر: له افغان هوايي ځواکونو سره د امریکا د مرستو کچه کمې شوې ده

د سیګر یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو د ځانګړې څارونکې ادارې یو نوی رپوټ ښيي چې له افغان هوايي ځواکونو سره د امریکا مرستې کمې شوې دي. 

د سیګر د دغه رپوټ پر بنسټ د دغه هېواد له نژدې اته مېلیارد ډالرو مرستو نه کابو دوه مېلیارده هغه د ۲۰۱۹مالي کال لپاره ځانګړې شوي دي چې د سیګرر د درې میاشتې مخکې څېړنې په پرتله نژدې ۸۰ مېلیونه ډالره کموالی ښيي.

دغه رپوټ چوتوي هغه پېسې چې د امریکا له لوري ځانګړو هوایي ځواکونو ته بېلې شوې دي؛ تر هغو پېسو چې ځمکنیو ځواکونو ته ځانګړې شوې کابو دوه ۲۹۶ مېلیون ډالره ډېرې دي.

یو ۵۱ سلنه دا پسې د ترمیم کارو تړوني شرکتونو، د هوایي ځواکونو د پروژو د تدارکاتو او تامیناتو لپاره وې، چې څه باندې ۵۳۱ مېلیون ډالره د تجهیزاتو او ټرانسپورټ د لګښت لپاره ځانګړې شوي دي.

 د سیګر د رپوټ له مخې د افغانستان هوایي ځواکونه اوس مهال ۱۸۳ الوتکې لري چې ۱۵۸ یې فعالې دي.

دغو ځواکونو په تېرو درېیو میاشتو کې د  «اې - ۲۹»، «یو اچ - ۶۰»او «ام ډي - ۵۳۰»ډوله دولس الوتکې تر لاسه کړې دي.

ټاکل شوې ده چې امریکا متحده ایالتونه د ۲۰۱۹ کال له پای مخکې د افغانستان هوایي ځواکونو ته لس نورې الوتکې هم ورکړي.

خو  له دې ټولو سره د هوایي ځواکونو دا پخواني چارواکي د هوايي ځواکونو لپاره د امریکا دا مرستې خورا کمې بولي او وایي چې هوایي ځواکونه نورو مرستو ته اړتیا لري.

د هوایي ځواکونو پخوانی قوماندان عتیق الله امرخېل وايي:«نه یرغلي الوتکې لرو، نه ښکاري الوتکې لرو. که چېرې امریکا وايي چې مرسته کړې، مرسته یې ډېره کمه وه او د یادولو وړ نه ده.» 

د مشرانو جرګې د دفاعي کمېسون رییس محمد شاهم الکوزی وویل:«هغه الوتکې چې زړې دي او له کاره پاتې دي، افغانستان ته ورکړل کېږي، تاسې وګورئ چې په دې وروستیو کې څو چورلکو سقوط وکړ... زموږ هوايي ځواکونه ډېر کمزوري دي او د هغه لامل امریکايایان دي.»

 سیګر لیکلي دي چې افغان هوايي ځواک خپلې الوتنې زیاتي کړي دي، خو د بهرنیو سلاکارانو د مشورې ورکولو د محدود کېدو له امله یې تابیاوې کمې شوې دي.

 سیګر وایي چې د هوایي ځواکونو الوتنې د سیګر د پخواني رپوټ د وخت په پرتله نولس سلنه زیاتې شوي او په میاشت کې یې په منځنۍ کچه درې زره او ۹۱۲ ساعته الوتنې لرلي دي.

شریک یي کړئ