Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیګر په حکومت کې تورنو کسانو ته د مسوولیت پر ورکړې نیوکه کوي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی بنسټ (سیګر) د کابل بانک د ډيوالي کېدو د یوه اصلي تورن ته د یوه ستر بنسټ د مسوولیت پر ورکړې سخته نیوکه کوي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی جان سابکو پر هغه څه چې له اداري فساد سره یې په مبارزه کې د سیاسي څېرو خوندېتوب بولي اندېښمن دی. که څه هم ښاغلی ساپکو د چا نوم نه اخلي خو وایي چې د هغو کسانو له لوري د دولتي ادارو مخته بیول چې تر دې وړاندې یې د فساد دوسیې لرلې دي؛ په افغانستان کې له اداري فساد سره په مبارزه کې شاتګ دی.

دا په داسې حال کې ده چې څه کم یوه میاشت کېږي چې ولسمشر غني په یوه فرمان کې محمود کرزی د ښارجوړونې او ځمکو وزارت د نوماند وزیر په توګه معرفې کړی دی. نوموړی د کابل بانک د ډيوالۍ او ماتېدو یو له اصلي عاملانو پېژندل کېږي.
 
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی جان ساپکو په دې اړه وايي:«زه  لا هم نهیله کېږم، د رسنیو رپوټونه ګورم چې د افغانستان د یوه لوی بانک یعنې کابل بانک د ډيوالۍ یو لوی عامل د یوې ادارې د چارو د مخته بیولو لپاره د ارزولو په حال کې دی. که دا خبره سمه وي، له اداري فساد سره په مبارزه کې د شاتګ په معنی ده.»

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی زیاتوی چې فساد په افغانستان کې د امریکا او نړیوالې ټولنې لپاره یو سټراټیژیک ګواښ دی.
 
جان ساپکو په دې اړه زیاته کړه:«لا هم جدي پوښتنې مطرح کېږي چې افغان حکومت په کومه اندازه له اداري فساد سره په مبارزه کې پرمختګ لرلی دی؛ د بېلګې په توګه د فساد په تړاو ۶۵۰۰ د نیولو حکمونه صادر شوي دي خو افغان حکومت دا ځواب نه شي ورکولای چې څه وخت به دا حکمونه عملي کېږي.»

بل خوا لویې څارنوالۍ ته د ښارجوړونې او ځمکو د پخواني سرپرست جواد پيکار له ورپېژندل کېدو او پر نوموړي له خپلو واکونو د ناوړه ګټې اخیستنې او په ترکیه کې په داسې حال کې د جایدادونو د پېرلو د تورونو لګېدل چې د پېرلو سرچینه یې روښانه نه ده؛ له لګول شویو تورونو نه د اوو میاشتو په تېرېدو سره تر اوسه افغان حکومت د دې دوسیې د څېړنې د څرنګوالي په تړاو څه نه دي ویلي.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ او د ولسي جرګې غړي وايي چې حکومت له فساد سره په مبارزه کې جدي کړنه نه ده کړې.

د افغانستان د روڼتیا د څاربنسټ غړی ناصر تېموري څرګنده کړه:«د سیاسي هوډ نشتون او د خپلې خپلواکۍ د تامین لپاره د عدلي او قضايي ادارو جدي کمزورتیا د دې لامل شوی چې د وزیرانو دوسیې په تېرو لسو کلونو کې هېڅکله په عادلانه توګه په وخت او پرېکنده وڅېړل شي.»

د ولسي جرګې غړی مهدي راسخ هم وايي:«فساد په جوړښت کې حک شوی؛ یعنې په کړۍ کې یو وزیر او یو مرستیال نه خلاصه کېږي. که چېرې موږ دا مسله تعقیب کړو باید د دغو شبکو یو ډېر شمېر محکمې ته وکاږو.»

د افغانستان لویې څارنوالۍ هم تر اوسه په دې تړاو چې د وزیرانو د فساد څو دوسیې یې څېړلي دي معلوما ت نه دي ورکړي.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو نیوکه کړې چې په افغانستان کې له فساد سره په مبارزه کې سیاسي څېرې خنډ دي.
 
څه کم یوه میاشت کېږي چې ولسمشر غني په یوه فرمان کې محمود کرزی د ښارجوړونې او ځمکو وزارت د نوماند وزیر په توګه معرفې کړی دی. نوموړی د کابل بانک د ډيوالۍ او ماتېدو یو له اصلي عاملانو پېژندل کېږي.

شریک یي کړئ