وروستي خبرونه
Thumbnail

شمېرې: هند ته د افغانستان صادراتو دوه برابره زیاتوالی موندلی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو پربنسټ، له ۲۰۱۶ز کال څخه وروسته کلونو کې، د هند بازارونو ته د افغانستان صادرات دوه برابره زیات شوي دي.

د دغې خونې چارواکي وايي چې د ورته مودې په لړ کې پاکستان ته صادراتو کم زیاتوالی لرلی دی په داسې حال کې چې د هند بازارونو ته د هېواد صادراتو دوه برابره زیاتوالی لرلی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د موندنو له مخې، په تېر میلادي کال کې د هند بازارونو ته د څه باندې ۴۶۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت د سوداګریزو توکو د صادرېدو له امله دغه هېواد د افغانستان د صادراتو لپاره تر ټولو لوی بازار بلل شوی دی.

دوی د هېواد د صادراتي توکو پر وړاندې د ستونزو د حل په موخه له حکومته غواړي چې، له کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه لوی پروګرامونه طرحه او عملي کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس سید زمان هاشمي هم وویل:«د سوداګرۍ بیلانس کسر یوه ستره ستونزه ده چې دوام لري، د سوداګرۍ د بیلانس د کسر کموالي لپاره باید پروګرامونه عملي شي.»

سره له دې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په تېرکال کې شاوخوا یو مېلیارد ډالرو ته د هېواد د صادراتو د ارزښت د کچې رسېدل یوه لاسته راوړنه ګڼي؛ خو ځينې سوداګر وايي، په دې برخه کې لا هم له ډېرو ننګونو سره مخ دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست عبدالکریم ملکیار هم څرګندوي:«ټولې دولتي ادارې د موخو د ترلاسه کولو لپاره وسایل دي. بنسټيز کار خصوصي سکټور کوي.»

سوداګر شیر علي ځدران وايي:«د بسته بندۍ او پروسس په برخه کې لاهم ستره ستونزه شته موږ داسې پروسس نه شو کولای چې نړیوال یې له موږ څخه غواړي.»

له بل لوري د اقتصاد وزیر سره له دې چې، پر کورنیو او بهرنیو سوداګریو د کورونا ویروس منفي اغېز د پام وړ بولي؛ خو وايي چې، حکومت د خصوصي برخې د ستونزو د حل په موخه د ۱۴۹ مېلیون ډالرو په ارزښت یوه ملاتړۍ کڅوره هم جوړه کړې ده.

د اقتصاد وزیر محمد مصطفي مستور څرګندوي:«په هېواد کې د اقتصادې ودې او د بې وزلۍ د کموالي او د کورونا له امله د اغېزو کموالي لپاره باید بېلابېل لیدلوري وڅېړو چې ستونزې کمې شي.»

د کورونا ویروس له خپرېدو سره جوخت، د هېواد ډېری صادراتي توکي په کور دننه پاتې دي. ځينې سوداګر وايي، سږکال به د هېواد د صادراتو ارزښت د تېر کال پر تله څو برابره کم وي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په تېرکال کې شاوخوا یو مېلیارد ډالرو ته د هېواد د صادراتو د ارزښت د کچې رسېدل یوه لاسته راوړنه ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه