د پوهنې وزارت سرپرست وایي د کابل په تایمني کې د افغان تُرک د نجونو پر ښوونځي د امنیتي ځواکونو ننوتل او د دغه ښوونځي د استادانو نیول د حکومت امر نه دی.
ابراهیم شینواری وایي د افغان تُرک ښوونځينو د استادانو برخلیک به ډېر ژر مالوم شي.
په همدې حال کې د افغان تُرک ښوونځیو د عمومي ریاست مرستیال د حکومت دغه کار د قانون خلاف بولي.
د سه شنبې پر ماښام امنیتي ځواکونه له څو لارو د کابل په تایمني سیمه کې د افغان ترک د نجونو لېسې ته ننوتل او بېلابېلې برخې یې وپلټلې.
له دې پېښې وروسته زده کوونکې ښوونځی ته په وېره او اندېښنې سره راغلې دي.
څوارلس کلنه رقیه د اتم ټولګي زده کوونکې ده او هغه مهال په شپهغالي (خوب ځای) کې وه، نوموړې وايي د دوی شپهغالي ته د افغان پوځیانو ورتګ دومره وېرولې وه چې د شپې ویده شوې نه ده.
رقیه زیاتوي:«ډېره وېرېدلې وم او هېڅ نه پوهېدم چې څه وکړم ډېره وېرېدلې وم.»
د افغان ترک بله زده کوونکې راحیل هم وايي:«زموږ د ښوونځي وضعیت ډېر بدلون کړی او له هرې لارې امنیتي ځواکونه زموږ ښوونځي ته را ننوتل.»
په دغه ښوونځي کې ۳۵۰ زده کوونکې په زده کړو بوختې دي. د ښوونځي مسوولین د حکومت دغه چلند په اړه اندېښمن شوي دي.
د افغان ترک د ښوونځیو د عمومي ریاست مرستیال فواد حیدري وویل:«وې ویل چې ستاسو ښوونکي تښتول شوي نه دي، بلکې د ملي امنیت نیوکه کې دي او د ډېرو هڅو سره سره موږ د دغه نیولو لامل پیدا نه کړ.»
اخوا د افغان ترک ښوونځي د زدهکوونکو کورنۍ سره راغونډې شوي او د حکومت د دغه کار په وړاندې غبرګون ښيي. د دغو کورنیو د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي:
د افغان ترک زده کوونکو د کورنیو د کمېټې غړی صدیق الله توحیدي څرګنده کړه:«تېره ورځ ماښام د ملي امنیت وسلهوال کسان، د محکمې د حکم له لرلو پرته د یوه ناقانونه لارښونې پر بنسټ د نجونو شپهغالي ته ننوځي.»
خو لویه څارنوالي په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.
له دې سره سره د دغه ښوونځي پر ښوونکو د تورونو روښانه کول د دوی اصلي غوښتنه ده.
د افغا ترک د ښوونځیو د زدهکوونکو د کورنیو د کمېټې مشر یوسف پښتون وايي:«په هغه صورت کې چې واقعاً څوک مسوول وي باید د ولسمشر په حکم سره نه له هغې ټیټ سزا ورکړل شي.»
د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي هم وویل:«دا د دې پيغام دی چې موږ په خپل لاس د پوهنې دروازې تړو.»
د امنیتي ځواکونو دا کار ترکیې ته د ولسمشر په سفر پورې هم تړل کېږي.
د افغان ترک ښوونځیو د زده کوونکو د کورنیو د کمېټې غړی عبدالشکور دادرس وايي:«ولسمشر ترکیې ته ولاړ چې له بیتالمقدس څخه دفاع وکړي، خو دلته د معصومو نجونو پر حریم برید کېږي.»
له بلخوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د حکومت دا کار له بشري حقونو سرغړونه بولي.
د بشري حقونو د کمېسیون کمېشنره هوا علم نورستانۍ وايي:«دا د بشري حقونو تر پښو لاندې کول دي او باید ودرول شي.»
خو د پوهنې وزارت وايي دا کار د حکومت د مشرتابه په حکم نه دی شوی او د ښوونځي د څلورو ښوونکو برخلیک به هم په نږدې راتلونکي کې روښانه شي.
د پوهنې وزارت سرپرست ابراهیم شینواري څرګنده کړه:«د حکومت د مشرتابه له خوا داسې امر نه وو شوی او هغه ښوونکي چې د امنیت تر پلټنې لاندې دي برخلیک به یې ډېر ژر روښانه شي او د حیثیت اعاده به وشي.»
د افغان ترک ښوونځیو ریاست د حکومت دا کار د قانون پرخلاف ګڼي.