Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

صالح: سوله د طالبانو غوښتنو ته د تسلیمېدو په معنا نه دي

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د احمد شاه مسعود د ۱۹ تلین په لمانځغونډه کې وویل چې سوله د طالبانو غوښتنو ته تسلیمېدو په معنا نه دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي د اوسنۍ کشالې حل دادی چې، که طالبان فکر کوي، د خلکو په منځ کې ځای ولري، نو د خلکو رایو ته دې مراجعه وکړي.
 
د هېواد د ملي اتل احمد شاه مسعود له ترور نولس کاله وروسته، یو شمېر حکومتي چارواکو او د هغه ملګرو د نوموړي په یاد د مقاومت پرڅلي د ګلانو ګېډۍ کېښودې.

د ولسمشر لومړی مرستیال د لویې جرګې په خیمه کې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې د لاسته راوړڼو ساتل د سولې په بهیر کې له سرو کرښو بولي.
      
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وویل:«کله چې د مېز دې خوا ته له طالبانو سره کېښنو، خپله د مقاومت کرښه، فکري کرښه پياوړې کوو او تته کوو یې نه. طالب باید پوه شي چې سوله د هغوی غوښتنو ته د تسلیمېدو په معنا نه دي.»

په دغو مراسمو کې د روغې جوړې د عالي شورا رییس وایي چې د پخوانیو دښمنيو د پای ته رسېدو او سولې ته د رسېدو لپاره  هڅې کوي.
        
د روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله څرګندوي:«موږ په خپل کور کې له خپلو خلکو سره دښمني نه لرو او له همدې امله ده چې وایوو، چې له طالبانو سره د دښمنۍ پاڼه باید وتړل شي او خدای دې وکړي چې د خبرو اترو، له یو بل سره د ژوند کولو لار پیدا شي.»

د سولې د عالي شورا پخوانی رییس  کریم خلیلي هم وايي:«طالبان دې هېڅکله دا فکر نه کوي چې امارت بې بیا ټینګ شي. هېڅلکه په افغانستان کې امارت راستنېدونکی نه دی.»

بل خوا د دغو یو شمېر ګډونوال د ملي اتل کړنې بې سارې بولي.

د اسلامي جمعیت ګوند رییس صلاح الدین رباني په دې اړه وویل:«احمد شاه مسعود د خپل وخت زوی و او د ټولنې د وضعیت او اړتیاو د سمې پېژندې سره د خپلو خلکو او ټولنې لپاره روښانه لیدلوری درلود.»

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوې غړې فوزیه کوفي هم زیاتوي:«زموږ ملي اتل هېڅکله د واک داعیه نه درلوده، د ازادۍ او ځواکمنتیا داعیه لرله.»
  
د احمد شاه مسعود د بنسټ رییس احمد ولی مسعود هم بیانوي:«کله چې موږ وایوو چې د سولې کلۍ په افغانستان کې ده، هغه څه چې ورک شوي دي ملي اقدار دی او باید چارچوکاټ یې ستر او تعریف شي.»

له دې سره همهاله که څه هم د احمد شاه مسعود بنسټ د نوموړي له پلویانو غوښتې وو چې په ښار کې  له ناقانونه ګزمو او ډزو ډډه وکړي. خو د هغه ګڼو پلویانو د پلازمېنې په واټونو کې په ګرځېدو راګرځېدو سره ډزې وکړې.
                    
د کابل اوسېدونکی قیس وايي:«له دغو هوايي ډزو څه جوړېږي نه پوهېږو چې په دغه هېواد کې به زموږ راتلوونکی به څه ډول وي، موږ د خوړلو ډوډۍ نه لرو؛ د هغه ډېری وسله وال پلویان، د پلازمېنې په واټونو کې له ډزو سره تګ راتګ کوي.»
 
احمد  شاه مسعود نولس کاله وړاندې د تخار ولایت په خواجه بهاو الدین ولسوالۍ کې د القاعده شبکې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
 
شریک یي کړئ