ولسمشر غني، د یوه فرمان د صادرېدو پر بنسټ د سولې عالي شورا د دارلانشا ریاست لغوه کړ.
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وايي چې ولسمشر غني نن (شنبې د زمري په ۵مه) د سولې شورا د دارالانشا ریاست د لغوه کېدو فرمان صادر کړی دی.
د صدیقي په وینا د سولې عالي شورا مسوولیتونه به د سولې په چارو کې نوي رامنځته شوي وزارت وسپارل شي.\
ولسمشر غنيو د روان کال د چنګاښ په اتمه، د سولې په برخه کې د دولت وزارت رامنځته کړ او د خپل د دفتر پخوانی رییس یې د دغه وزارت په مشرۍ وګوماره.
د سولې عالي شورا په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د مخکني ولسمشر حامد کرزي له خوا رامنځته شوه. دا شورا په ۱۳۸۹ لمر کال کې کابل کې د لویې جرګې د ګډون کوونکو د مشورې په پایله کې رامنځته شوه.
د دغې شورا موخه، په افغانستان کې تاوتریخوالي ته د حل لارې موندل او له طالبانو سره خبرې اترې وې.
د دغې شورا لومړنی رییس برهانالدین رباني و چې په خپل کور کې د ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شو. له هغې وروسته پیر احمد ګیلاني د دغې شورا د رییس په توګه وګومارل شو. هغه هم په ۲۰۱۷ کال کې ومړ.
ولسمشر غني د ۲۰۱۷ کال د جون په پنځه نېټه، محمد کریم خلیلي یې د دغې شورا د رییس په توګه وګوماره او تراوسه په دې پُست کې کار کوي.
د سولې عالي شورا د خپل کار په موده کې د پام وړ لاسته راوړنې نه دي لرلې او له دې امله تل د اوسېدونکو او سیاستوالو تر نیوکې لاندې و.
پر دغه بنسټ یو تر ټولو جدي نیوکه، دا وه چې د دغې شورا مشرتابه غړي ډېر معاشونه اخلي او دولتي امکانات په واک کې لري، خو د سولې لپاره هېڅ هڅه نه کوي.
په دې اړه مو اندونه