Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبانو د اوربند په هکله د ولسمشر غني غوښتنه رد کړه

د هېواد په ځينو برخو کې د اوربند له زیاتوالي سره هم مهاله، ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو له امله له طالبانو وغوښتل چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او پر یوه اروبند هوکړه وکړي.

ولسمشر غني په خپل پیغام کې ویلي:«په دغه حساس وضعیت کې چې کورونا په ټول هېواد کې خپور شوی، له طالبانو د افغانستان د حکومت او خلکو غوښتنه دا ده چې د روژې مبارکې میاشتې د درناوې په پار زموږ د سولې او اوربند غږ ته لبیک ووايي او د افغانستان د مسلمانو خلکو پرضد له تاوتریخوالي لاس واخلي او سوله ییز ژوند ته دې مخه کړي.»

خو د ولسمشر له دغه پيغام نه څو ساعته وروسته، طالبانو دا غوښتنه رد کړه او د هغه علت یې د سولې هوکړه لیک عملي کېدو ته بې پامي بللې ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټویټ کې لیکلي:«اسلامي امارت له امریکا سره د هوکړه لیک له لاسلیک سره جامع میکانیزم ومنه، د امنیت شورا او نړیوالې ټولنې هغه تایید کړ که چېرې عملي شي موږ سولې او اوربند ته رسوي. د کورونا له امله د زرګونو بندیانو له خطر سره مخ کول، د سولې بهیر او په بشپړه توګه د هوکړه لیک مخنیوی سربېره، د اوربند غوښتل معقول نه دي.»

دا په داسې حال کې ده چې په ځينو ولایتونو کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده. په تېرې یوې اوونۍ کې په لسګونه افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

شریک یي کړئ