Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو له ایراني پلاوي سره لیدنه تایید کړه

د طالبانو ویاند وايي، د طالبانو یوپلاوی په سیمه کې له وړاندې د خپلو اړیکو له مخې تهران ته تللی.

دی زیاتوي، دا پلاوی تهران ته لېږل شوی، څو د افغانستان د سولې او امنیت په اړه له ایران سره خبرې وکړي.

د طالبانو د ویاند په خبره، دوی په عادي ډول د سیمې هېوادونو ته سفر کوي، څو د افغانستان د ثبات ته د رسېدو لپاره مرسته وکړي.

که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا لیدنه د شنبې په ورځ شوې، خو طالبان بیا وايي، پلاوی یې دوشنبه تهران ته رسېدلی دی.

د دوشنبې په ورځ (د مرغومې په لسمه نېټه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د یکشنبې په ورځ طالب استازي تهران ته راغلل او د افغانستان د سولې په اړه یې له دغه هېواد سره خبرې اترې پیل کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي په دې اړه زیاته کړې وه چې له دغې غونډې موخه "د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو لپاره د ځينو مواردو مشخص کول دي."

د ښاغلي قاسمي په وینا، د طالبانو دغه پلاوي د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید عباس عراقچي په مشرۍ ایراني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي. قاسمي هغه همداراز ویلي وو چې افغان حکومت د دغو خبرو اترو په اړه خبر کړل شوی و.

که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا لیدنه د شنبې په ورځ شوې، خو طالبان بیا وايي، پلاوی یې دوشنبه تهران ته رسېدلی دی

شریک یي کړئ