قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند، سهیل شاهین وايي چې دې ډلې شنبه ناوخته(د غويي په ۲۰مه نېټه) "د کابل اداري" ۲۸ بندیان هرات کې د بندانو د خوشې کولو بهیر چټکوالي په موخه ازاد کړي دي.
شاهین پر تویترپاڼې لیکلي دي چې تر اوسه طالبانو د افغان حکومت ۱۴۸ بندیان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له بنده ازاد کړي دي.
له بلې خوا تېره ورخ د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند، جاوید فیصل ویلي وو چې تر اوسه افغان حکومت ۱۰۰۰ طالب بندیان له بند خونو خوشې کړې ي.
فیصل ویلي وو چې اوس یې وخت دی څو طالبان د حکومتي بندیانو د خوشې کولو بهیر چټک او"افغان وژنه" پای ته ورسوي، څو د خبرو تازه پړاو بیل شي.
هغه زیاته کړه چې دغه بندیان د سولې خبرو او له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه ازاد شوې دي.
افغان حکومت ویلي چې ټاکل شوې ۵۰۰ نور طالب بندیان هم له بنده خوشې کړي.
د تاوتریخوالي کمښت او د بندیانو ازادول د کب په میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مواردو وو چې پرې ټینګار شوی دی.
ټاکل شوې وه د هوکړې له لاسلیک وروسته ۵زره طالب او زر افغان سرتېري د لسو ورځو په موده کې له بنده ازاد شوې وی، خو تر اوسه لړۍ نه ده بشپړه شوې.