Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو څنګه د سرتېرو په نامه د کرنې ریاست کارکوونکي ازاد کړل؟

طالبانو د افغان حکومت لخوا د خپلو بندیانو په بدل کې شپېته بندیان خوشې کړل، او ادعا یې وکړه چې دا افغان سرتېري دي، خو په خوشې شویو کسانو کې د لغمان ولایت د کرنې ریاست دوه تنه کارکوونکي هم وو.

یو یې د الینګار ولسوالۍ د ترویج مدیر او بل یو یې هم د کرنې ریاست د ټکنالوژی برخې کارکوونکی دی.

مرتضی رحیمي د شپاړسو کالو راهسې د لغمان د زراعت ریاست مامور دی چې د دې ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د ترویج مدیر په توکه دنده پرمخ وړي.

هغه وايي نیږدې یوه میاشت مخکې طالبانو نیولی وو او بیا د قومي مشرانو لخوا خوشې شو، خو بیا طالبانو وروغوښت او ورته یې وویل چې د افغان سرتېرو په ډله کې به یې ازاد کړي.

همدا وه چې مرتضی بیا نیول کېږي او د افغان ځواکونو په نامه دولت ته سپارل کېږي.

هغه زیاتوي:«‎هغه وه چې زه د مشرانو په منځګیتوب باندې ازادیږم راځم خپل کور ته چې کله بیا د دوی لخوا زنګ وهي او مشرانو لخوا زنګ وهل کیږي چې ګورو هلته نور زندانیان هم ول د سر صلیب کسانو هم ول بیا ولایت ته راوستل کیږي.»

د طالبانو لخوا ازاد شوي زنداني مرتضی رحیمي دا جالبه کیسه دلته نه ختمیږي. دی وايي شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې طالبانو لخوا ورته ویل کیږي چې یوځل بیا دې راشي ترڅو د افغان حکومت د عسکرو زندانیانو په ډله کې بیرته حکومت ته وسپاري.

نوموړی زیاتوي:«‎مونږ ورته ویل مونږ ملکي مامورین یوو ستاسو په ساحو کې خپل فعالیتونه کول پخوانه چې تاسو مونږ نیولي یوو مونږ خو نظامیان نه یوو مونږ ملکیان یوو او ملکیان هر چیرته ازاد وي دلته مونږ نوي نه یوو راغلي تاسو مو وینی کالونو راهسې دلته کار کوو.»

د لغمان د کرنې ریاست مسوولان وايي طالبانو نه یوازې دا چې مرتضی رحیمي د زندانیانو په ډله کې ازاد کړی بلکې د دې ریاست یو بل کارکوونکی، زاهدالله منګل چې د ټیکنالوژۍ د برخې مدیر دی هم ازاد کړی دی.

د یاد ریاست د مالوماتو له مخې دغه کسان د الینګار ولسوالۍ کې چې د طالبانو نفوذ  په کس شته، ژوند کوي.

لغمان زراعت ریاست رییس، محمد جمیل خوشحال زیاتوي:«تېره میاشت کې الینګار ولسوالۍ کې زمونږ دوه کارکوونکي وو، رسمي وخت هم نه وو د طالبانو لخوا زنک ورته وهل شوی وو او غوښتي ول بیا مونږ د قومي مشرانو پرمټ خوشې کړل بیا خپل کار کولو.»

د لغمان زراعت ریاست کارکوونکی، روښان زیاتوي:«زاهدالله منګل د ریاست زراعت د ټیکنالوژۍ مدیر دی د څلورو کالو راهسې یې پيژنم چې دلته په ملکي اداره کې خپله وظیفه پرمخ وړي او مرتضی چې الینګار ولسوالۍ کې خدمتي مدیر دی پيژنم.»

خو ددې زاندنیانو د ازادولو پرمهال د طالبانو د ډلې ویاند، ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه د انخورونو خپرولو سره لیکلو وو چې په لغمان کې یې د دوی په بند کې افغان سرتېري خوشې کړې دي.

د یادونې وړ ده  چې د افغانستان پوهنې، روغتیا او زراعت ریاستونو کارکوونکي د طالبانو واک لاندې سیمو کې هم فعالیت کوي.

تر اوسه افغان حکومت له بنده ۳۶۱ طالب بندیان خوشې کړې دي، او طالبانو هم ۶۱، خو افغان حکومت وايي چې د طالبانو لخوا په خوشې شویو بندیانو کې یوازط ۱۹ یې افغان سرتېري او پاتې نور، ملکي کسان دي.

شریک یي کړئ