Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان امریکا له دوی سره د سولې له هوکړې پر سرغړونې تورن وي

طالبانو د هغه پنځوس بریدونو نوملړ چمتو کړی چې له امریکا سره د سولې هوکړه لیک له لاسلیک څخه تراوسه پر دغې ډلې د امریکايي او افغان ځواکونو له خوا شوي او د دغه نوملړ له خپرولو سره، طالبان د امریکا او دغې ډلې ترمنځ د سولې لاسلیک شوي هوکړه لیک پر سرغړونې تورن وي.

په یوه درې مخیزه سند کې چې په ځانګړې توګه یې له طلوع نیوز سره شریک کړي دي، په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ادعا کوي چې د روان زیږدیز کال د مارچ له شپږمې د اپریل تر لسمې طالبان په نولسو ولایتونو کې ۵۰ ځله د بهرنیو ځواکونو له بریدونو سره مخامخ شوي او د طالبانو په باور له دې ډلې ۳۳ بریدونه په بې پيلوټه او یا هم په جنګي الوتکو شوي دي.

په دغه نوملړ کې همدارنګه راغلي دي چې نه غندويي او هاوان او اته شپني بریدونه د طالبانو په وړاندې شوي دي.

طالبان وایي له دې ډلې په اوولسو بریدونو کې دوی خپل ۳۵ جنګیالي له لاسه ورکړي او همداراز بهرني ځواکونه په ۳۳ نورو بریدونو کې بهرني پوځیان د ۶۵ ملکي کسانو په وژلو تورنوي، خو دا تور د پرېکنده ملاتړ ماموریت لخوا رد شوی دی.

د هغه څه له مخې چې په دې نوملړ کې راغلي په دې موده کې په زابل ولایت کې ۱۲، په میدان وردګو کې پنځه، په کندهار او کندز کې څلور څلور، په هلمند، کاپيسا، لغمان او بدخشان کې په هر یوه کې درې ځله او په فراه او ارزګان کې دوه دوه ځله پر طالبانو بریدونه شوي دي. 

په پکتیکا، پکتیا، غزني، لوګر، بادغیس، جوزجان، بغلان، تخار او ننګرهار ولایتونو کې هم یو یو ځل برید شوی دی. 

دا لومړی ځل دی چې طالبان دا ډول نیوکې ټولیزه کوي؛ هغه څه چې له امریکا سره د دغې ډلې د سولې هوکړې د څرنګوالي په هکله پوښتنې، چې پلي کېدل یې له پیله ستونزو سره مخ شول، زیاتوي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک له ګڼو ستونزو له هغې ډلې د بندیانو په ازادولو کې په پرله پسې توګه ځنډ، د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو پیل هم له ځنډ سره مخ شوی دی. د دغه هوکړه لیک پربنسټ، دغه خبرې اترې باید د مارچ په لسمه پيل شوې وای.

په دې لړ کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د طالبانو لخوا د نوملړ د خپرېدو په غبرګون کې طلوع نیوز ته وایي امریکايي ځواکونه له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي او ټول لوري په تېره بیا طالبان هم باید تاوتریخوالی کم کړي او اجازه ورکړي چې سیاسي بهیر پایلې ته ورسېږي.

د ښاغلي مېلر ویاند ډګروال سني لېګټ وايي چې د امریکا متحده ایالات هغه هوکړه لیک ته چې له طالبانو سره لاسلیک شوی ژمن پاتېږي او په افغانستان کې امریکايي ځواکونه د دغه هوکړه لیک پر بنسټ د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ او دفاع ته دوام ورکوي.

تېره اوونۍ طلوع نیوز ته ځینې شمېرې راورسېدې چې د دې ښودنه کوي چې طالبانو د اورکم اوونۍ له پای ته رسېدو وروسته یوې میاشت کې پر دولتي ځواکونو څه باندې ۲۱۰۰ بریدونه کړي او په مقابل کې دولتي ځواکونو هم په دې موده کې پر طالبانو کابو ۴۰۰ بریدونه کړي دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد په دې اړه طلوع نیوز ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونه له څو اوونیو په فعال دفاعي حالت کې دي چې د سولې بهیر لپاره زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه:«موږ لا هم هیله لرو چې ډېر ژر یوه پراخه اوربند په لور ولاړ شو خو افغان امنیتي ځواکونه په بشپړه توګه د ځان او د خلکو د دفاع لپاره چمتو دي.»

له دې مخکې طالبانو د خپلو بندیانو د خوشې کېدو څرنګوالی چې له امریکا سره د سولې د هوکړې اصلي ماده ده او د حکومت په وینا تراوسه ۳۶۱ تنه دغه بندیان خوشي شوي هم تر پوښتنې لاندې راوستي دي. او ویلي یې دي چې د حکومت له لوري ناپېژانده کسان ازاد کړل شوي دي.

سرچینې وايي چې حکومت هم ویلي چې د هغو ۶۰ اتنو له ډلې چې د طالبانو له خوا ازاد شوي یوازې ۱۷ تنه یې د افغان امنیتي ځواکونو غړي دي.

د امریکا او طالبانو د سوله هوکړه لیک پر بنسټ باید د یو بل پر مرکزونو او اډو بریدونه وکړي او طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې په راتلوونکو نورو ترهګرو ډلو ته به د فعالیت اجازه ورنه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر دوحې ته ولاړ او د تاوتریخوالي د کموالي په هکله یې خبرې وکړې. په دغې لیدنه کې طالبانو هم د دغو بریدونو په هکله خپلې اندېښنې له ښاغلي مېلر سره شریکړې کړې.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د بریدونو د څرنګوالي او د دې علت چې دغه بریدونه ولې کېږي، اختلاف شتون لري.

سرچینې وايي چې امریکا او طالبان د هر برید په اړه په ځانګړې توګه د خپلو پوځي برخو له لارې خبرې کوي چې د هرې پېښې د علت په هکله خبر شي.

د سولې هغه هوکړه چې څه باندې شپږ اوونۍ مخکې په قطر کې لاسلیک شوه چې له طالبانو سره د امریکا شل کلنه جګړه پای ته ورسېږي.

شریک یي کړئ