Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"طالبانو د دې پخلی کړی چې له امریکې سره یې لیدنې پیل شوي"

کابل ته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ناڅاپي سفر او د هغه له خوا د دې پخلی چې امریکا له طالبانو سره لیدل پیل کړي، اوس رویټرز خبري اژانس هم رپوټ ورکړی چې طالب چارواکو هم تایید کړې چې له امریکې سره یې لیدل پیل کړي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې چې کابو یو کال یې دوام درلود، د روان زیږدیز کال په سپټمبر میاشت کې له هغې وروسته د ډونلډ ټرمپ له خوا ودرول شوې چې طالبانو کابل کې هغه ځانمرګي برید مسوولیت ومانه چې د یوه امریکايي پوځي په ګډون ۱۱ تنه ووژل شول.

طالب چارواکو رویټرز ته ویلي چې له یوې اوونۍ راهیسې په قطر کې له امریکايي چارواکو سره لیدنې پیل شوې دي. او ټاکل شوې چې ډېر ژر د سولې رسمي خبرې هم له سره پیل شي.

یوه طالب چارواکي رویټرز ته ویلي:«هیله من یوو چې افغانستان ته د ټرمپ سفر، دا ثابته کړي چې هغه د خبرو لپاره جدي دی. موږ فکر کوو چې ټرمپ ... دې ډېر غوراوي ولري.»

ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم رویټرز ته ویلي چې دغه ډله چمتو ده څو د دغې ډلې او امریکې ترمنځ درول شوې خبرې له سره پیل کړي:«زموږ دریځ تراوسه هماغه پخوانی دریځ دی. که چېرې د سولې خبرې پیل شي، له هغه پړاوه به پیل شي چې درول شوې وې.»

له دې سره جوخت د فرانسې خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه اژانس ته ویلي چې دا به له وخت مخکې وي چې د سولې خبرو اترو د بیا پیل په اړه خبرې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تېره شپه افغانستان ته په خپل ناڅاپي سفر کې وویل چې له طالبانو سره لیدنې له سره پیل شوي دي:«طالبان غواړي چې معامله وکړي او موږ له هغوی سره د لیدنې په حال کې یوو او موږ وایوو چې باید یو اوربند رامنځته شي. هغوی په تېر کې ونه غوښتل چې اوربند دې وشي، خو اوس غواړي اوربند وکړي. زه باور لرم چې دا شونې ده. موږ به ووینو چې څه پېښېږي. خو فوق العاده پرمختګ مو لرلی دی.»

شریک یي کړئ