Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"عامه محافظت سرتېرو ژغورنه کې دې بې پروا کسان مجازات شي"

ځينې پخواني پوځيانو او د ولسي جرګې غړي وايي چې د عامه محافظت د سرېرو په ژغورنه کې دې بې پروا کسان په ګوته او سزا ورکړل شي.

د جمعې پر شپه د بریدګرو یوې ډلې د کابل څرخي پل په اړوند سیمه کې د عامه نظم پر یوې پوستې برید وکړ او د عامه محافظت څلور سرتېري ووژل شول.

دغو سرتېرو پلازمېنې ته نږدې وروسته، له هغه ژوند وبایلود چې له وسله‌والو سره یې دوه ساعته نښته وکړه، خو هېڅ مرسته ور ونه رسېده. 

پخوانی پوځي محمداګل مجاهد وايي:«هغه کس چې د دغه بنسټ مشري په غاړه لري او په خپل وخت یې اقدام نه دی کړی او له مخکې یې په دغې سیمه کې د احتمالي برید اټکل نه دی او تابیا یې نه ده نیولې هغه مسوول دی.»

د دې برید له کبله د کابل پر یو امنیتي کمربند او تر خوا یې په څو نورو نظامي پوستو سخته نیوکه کېږي.

د ولسي جرګې غړې فاطمه نظري وايي:«په کورنیو چارو وزارت کې همغږي نشته او نه شي کولای خپلو پوستو او حوزو ته په سمه توګه رسېدنه وکړي او همدارنګه دقیقې اړیکې هم نشته.»

په ورته وخت کې د کابل امنیه قومانداني وايي چې دا پېښه دې په جدي ډول وڅېړل شي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز په دې اړه څرګندوي:«دا ځواکونه د عامه نظم پر عمومي ریاست پورې اړوند دي او هغه مهال یې مرسته وغوښته چې ټوله موضوع خلاصه شوې وه یعنې په لومړنیو دقیقو کې یې مرسته نه وه غوښتې.»

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، کورنیو چارو وزیر د دې پېښې د څېړنې امر کړی او زیاتوي، هر هغه چا چې په دې پېښه کې ناغېړي کړي وي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

بلخوا طالبانو په خپل توېټر پاڼه کې لیکلي چې د دغې ډلې جنګیالیو تېره شپه د سروبي ولسوالۍ په ماهي‎پر سیمه کې د دولتي ځواکونو پر یوې پوستې پرید کړی چې په پایله کې یې څلور تنه سرتېري وژل شوي دي.

د جمعې پر شپه د بریدګرو یوې ډلې د کابل څرخي پل په اړوند سیمه کې د عامه نظم پر یوې پوستې برید وکړ او د عامه نظم څلور سرتېري ووژل شول.

شریک یي کړئ