Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عامې روغتیا وزارت هرات کې د کرونا ویروس مثبته پېښه تایید کړه

د عامې روغتیا وزیر، فیروزالدین فیروز په  هېواد کې د کرونا ویروس یوه مثبته پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه چې په هرات ولایت کې د دریوو شکمنو کسانو له ډلې یو یې د کرونا په ویروس اخته دی.

نوموړي چې نن(دوشنبې د کب په ۵مه نېټه) کابل کې د کروناویروس د اندېښنو په تړاو خبري ناسته کې خبرې کولې زیاته کړه چې یاده پېښه پر وخت پېژندل شوې او اړین اقدامات یې په تړاو شوي دي.

د عامې روغتیا وزیر وویل:«له ټول مسوولیت سره هېواد کې د کرونا ویروس د لومړۍ پېښې تثبیت اعلانوم، او خلکو ته وايم چې دا پېښه کنټرول شوې، او روغتیايي ډلې ګامونه پورته کړي همداراز نورو کسانو ته یې ګواښ نشته.»

ښاغلي فیروز همداراز هرات ولایت کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه بېړنی حالت اعلان کړ.

د غامې روغتیا وزیر د اخته کس عمر ۳۵ کاله ښیې او وايي چې حالت یې ښه دی.

د عامې روغتیا وزیر همداراز وايي چې له اویا تر اتیا سلنه کسانو کې د کرونا ویروس د ناروغۍ نښې نښکاري او د مړینې امکان یې هم په سلو کې دوه سلنه دی:«هغه کس چې زکام وي په دې مانا نه ده چې هغه په کرونا ویروس اخته دی.»

فیرزو الدین فیروز زیاتوي چې روغتیايي کارکوونکو ته د نړیوالو معیارونو پر اساس روزنه ورکړل شوې ده او له نیکه مرغه دغو اقداماتو ښه پایله ورکړې ده.

هېواد کې د کروناویروس په تړاو اندېښنې هغه مهال زیاتې شوې چې دغه ویروس په ایران کې ثبت شو. 

اوسمهال افغانستان له ایران سره خپله پوله تړلې او تګ راتګ بند دی.

شریک یي کړئ