Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالله ته نږدې کسان:اختلافونه دکابینې غړو د معرفۍ د ځند لامل شوی

عبدالله عبدالله ته ځينې نږدې سیاسي څېرې وايي چې د ښاغلي عبدالله ته نږدې سیاسي مشرانو ترمنځ د نوماند وزیرانو د معرفۍ او همدارنګه په ولایتونو او د ځینو وزارتونو په مرستیالیو کې د هغوی د ونډې په اړه اختلافونه د کابینې د غړو په معرفۍ د ځنډ لامل شوی دی.
 
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ له سیاسي هوکړې شاوخوا څلویښت ورځې تېرېږي؛ خو تر اوسه د حکومت کابینه د باور رایې د اخیستو لپاره ولسي جرګې ته نه ده لېږل شوې.

تېرو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ملاتړی سید اسحاق ګیلاني وایي چې د عبدالله عبدالله د ملاتړو مشرانو تر منځ د اختلافونو شتوالی د نوماند وزیرانو په معرفي کېدو کې د ځنډ یو لامل دی.

هغه زیاته کړه:«وزارتونو او مرستیالیو ته داوطلب ډېر دي خو څوکۍ کمې. له همدې امله په خپله ډاکټر صاحب عبدالله هم ستونزې لري.»

د ولسي جګړې غړی فکوري بهشتي هم څرګندوي:«دا ټول د ملي ګټو یو ډول رخصتي ده.»

په دې لړ کې د ولسي جرګې لومړی مرستیال په دولتي ادارو کې د سرپرستیو دوام د قانون پر خلاف بولي او دغه راز خبرداری ورکوي چې د ولسي جرګې د غړو د پرېکړې له مخې به دوی د دوو پاسپورټونو لرونکو او هغو نوماند وزیرانو ته چې په فساد تورن دي او یا په عدلي او قضایي ادارو کې دوسیه لري؛ رایه ورنه کړي.
 
د ولسي جرګې لومړی مرستیال میرزا محمد کټوازی:«د ولسي جرګې پنځه کمېسیونونه د وزیر صاحبانو پر اسنادو کار کوي چې کمېسیونونه به د قانون په خلاف هېڅ وزیر پاس نه کړي.»

په داسې حال کې چې د سیاسي هوکړه لیک له مخې عبدالرشید دوستم د مارشالۍ رتبه ترلاسه کوي او د دولت د عالي شورا او امنیت شورا غړی کېږي؛ خو تراوسه د دوستم په تړاو د فرمان څه څرک نه لګېږي او په دې وروستیو کې نوموړی د جوزجان ولایت خواجه دوکوه ولسوالۍ ته تللی او له خلکو سره یې د غنمو لو کړی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي تمه لري چې عبدالله عبدالله د هغو نوماند وزیرانو نوملړ چې نوموړی یې معرفي کوي؛ جمهوري ریاست ته ولېږي.

د ښاغلي عبدالله پلویان وایي چې ډېر ژر به دا نوملړ ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولېږل شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه