Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالله: حکومت خلکو ته د خپلو ژمنو پر پلې کولو ناکام دی

اجرائیه رئیس اعتراف کوي چې د ملي یووالي خلکو ته د ورکړو ژمنو پلې کېدو کې ناکام وه او له همدې کبله د حکومت او خلکو ترمنځ واټن رامنځته شوی دی.

عبدالله عبدالله د خلکو له یو شمېر استازو سره د پروان د نوي والي، فضل‎الدین عیار د معرفي کولو لپاره دغه ولایت ته تللی وه او یوځل بیا یې ژمنه وکړه چې د له خلکو سره به کړې ژمنې پلي شي.

ده زیاته کړه:«د افغانستان خلکو ته واقعیتونه اوایوو د خپلو کمښتونو باندې اعتراف وکړو او اوس وخت کې چې هره ورځ افغانان قرباني ورکوي باید ورته ووایو چې هغه څه مو ستاستو ته د ترسره کولو هیله درلوده نه دي ترسره کړي.»

په همدې حال کې د پروان نوی والي، فضل الدین عیار ژمنه وکړه چې د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن نه منځه وړو لپاره او د خلکو ترمنځ د یووالي هڅه به وکړي.

ده وړاندې وویل:«زموږ یوازینۍ هیله د خلکو ترمنځ یووالی دی او اتفق دی.»     

خو د پروان د خلکو استازی او اجرائیه رئیس سلاکار الماس ذاهد مني چې حکومت ستونزې لري، خو حکومت یو شمېر لاسته راوړنې هم لري.

ده څرګنده کړه:«حکومت ضعیف نه دی اوس مهال ډېرو کسانو ته نسبي زمینه برابره ده او نن ۹میلیونه او ۳۰۰زره زده کوونکي ښوونځیو ته ځي.» 
ښاغلی عبداله د پاکستان یو شمېر کړۍ د کابل بریدونو کې په لاس لرلو تورنوي او له اسلام اباده غواړي له ترهګرۍ سره شعاري نه بلکې عملي مبارزه وکړي.

د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن خبري په داسي حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې خلکو پر حکومت د امنیت پر تامینېدو کې پرحکومت نیوکې وکړې.

کابل کې پرجمهوریت روغتون برید کې کابو ۱۰۳ کسان ووژل شول او ۲۳۵ تنه نور ټپیان شول.

عبدالله همداراز په پاکستان کې یو شمېر کړۍ تورنې کړې چې د کابل په بریدونو کې یې لاس درلود. ده له  دې هېواده غوښتنه وکړه چې شعار نه بلکې عمل وکړي.

سره له دې چې د پروان، کاپیسا او کوهدامن استازي د حکومت پر کړنو نیوکه کوي، خو وايي چې د هېواد ملي ګټو لپاره ترې ملاتړ کوي

شریک یي کړئ