Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه وروستۍ شوې ده

اجراییه رییس، عبدالله عبدالله وايي د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ هوکړه وروستۍ شوې، خو لاسلیک به یې راتلونکو اوو ورځو کې د تاوتریخوالیو کمښت څرنګوالي پورې تړلی وي.

نوموړي د وزیرانو شورا په ناسته کې نن(دوشنبې د سلواغې په ۲۸مه نېته) زیاته کړه:«له نیکه مرغه تېرو ورځو کې د سولې پر لور تګ ته ګامونه پورته شوي دي، له ډلې یې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ هوکړه وروستۍ شوې، خو لاسلیک به یې راتلونکو اوو ورځو کې د تاوتریخوالیو کمښت څرنګوالي پورې تړلی وي.»

عبدالله عبدالله همداراز وايي د تاوتریخوالیو کمښت په برخه کې چې هر ګام پورته کېږي، بین الافغاني خبرو ته زمینه برابروي.

هغه همداراز هیله څرګنده کړه چې هر ګام چې د تاوتریخوالیو کمښت لپاره پورته کیږي، خلک یې هرکلی کوي:«د تاوتریخوالي کمښت سره چې انشاالله دا نړۍ دوامداره شي او دوام سره به یې انشاالله هېواد کې تل پاتې سوله تامین شي ټول افغان ترې هرکلی کوي او دا یو مثبت ګام دی.»

عبدالله عبدالله وايي د سولې له هوکړې وروسته دواړو لورو ته اړینه ده چې هوکړه شوي موارد مراعات کړي.

اجراییه رییس همداراز بیانوي چې له بین الافغاني خبرو سره به افغانان خپل برخلیک ټاکي:«دا به د کار پیل نه وي، دا یې لا پیل دی، هیله ده چې دا هېواد کې د نوي فصل پیل وي، خو پای نه دی او پیل دي. د افغانستان راتلونکی د بین الافغاني خبرو پورې تړاو لري چې خلک باید په کې خپل برخلیک په تړاو برېکړه کوي.»

عبدالله همداراز د افغان ځواکونو سرښندنې ستايي او وايي چې د سولې راتلو سره به خلک د افغان ځواکونو زړورتیا نه هېروي او دوی به د خلکو اتلان وي.

دا په داسې حال کې ده چې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال، عبدالسلام حنفي نن ټکي اسیا سره په مرکه کې ویلي چې له امریکا سره یې خبرې اترې پای ته رسېدلې او د روانې میاشتې تر پایه به د دواړو خواوو ترمنځ هوکړه لاسلیک شي.

شریک یي کړئ