د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس، عبدالله عبدالله د کابل په ګډون د هېواد په یوولسو ولایتونو کې د برېښنا د پرې کېدو لامل طالبان بولي.
ښاغلي عبدالله چې نن(دوشنبې د وږي په ۲۴مه نېټه) د وزیرانو شورا له ټاکنو مخکې په وروستۍ ناسته کې خبرې کولې وویل«له بده مرغه د بريښنا ستنې نړول شوې دي چې یوولس ولایتونه ترې اغېزمن دي او د طالبانو دا اقدام د دوی فکر لپاره چې دوی د سولې خوا ته د تلو ارده لري، هیڅ مرسته نه کوي او فکر نه کوم چې دا کار د طالبانو کومه ستونزه هواره کړي.»
د ښاغلي عبدالله په خبره د طالبانو دا اقدام د سولې لپاره د طالبانو له اردې سره هیڅ مرسته نه کوي او د یادې ډلې هیڅ ستونزه به هم هواره نه کړي.
د برېښنا شرکت یکشنبې (د وږي په ۲۴مه) اعلان وکړ چې افغانستان ته د ازبکستان او تاجکستان د وارداتي برېښنا د مزو له پرېکېدو سره، د کابل په ګډون د ۱۱ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.
دغه شرکت په یوې خبرپاڼه کې ویلي وو چې د برېښنا د دغو مزو د نښلون او وصل لپاره کار دوام لري.
عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په دې ناسته کې د ټاکنو په تړاو هم څرګندونې وکړه اوله ټولو حکومتي کارکوونکو او امنیتي ځواکونو یې غوښتنه په ټاکنو کې نه لاس وهنه وه او خپل بشپړ بې پرېوالی دې وساتي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ اجراییه رییس، عبدالله عبدالله د هېواد ولسمشر، اشرف غني په ټاکنیزو ناندرو کې له دولتي امکاناتو پر کاروونې تورن کړ.