Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: د ټاکنو کمېسیون"خپلواکي" له پوښتنې سره مخامخ ده

اجراییه رییس، عبدالله عبدالله په خپله فسبوک پاڼه کې خبرداری ورکړی چې که د ټاکنو کمېسیون، د هغه په خبره خپلې قانوني لارې ته راونه ګرځي، د پایلو مسوولیت به د دغه کمېسیون او د هغو کسانو پر غاړه وي چې "دغه بنسټ یې د قانون خلاف لارې ته ترغیب" کړی دی.

اجراییه رییس همداراز خبرداری و رکوي چې که له هرې قانوني، مشروع او سوله ییزې وسیلې به د واک ته د یوه "تقلبي حکومت " د رسېدو مخنیوي کې استفاده وکړي.

د ښاغلي عبدالله په خبره چې په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې یو شمېر کسان په درغلیو او یو شمېر شرایطو سره راغلل او د خلکو پر ژوند حاکم شول، خو زیاتوي چې دغه کسان باید په دې فکر کې نه وي چې ۲۰۱۴ کال به بیا تکرار شي.

عبدالله عبدالله دولت جوړونکي ټاکنیزې ډلې ته په اشارې وايي چې د ټاکنو پرمهال یې ډېرې پیسې ولګولې، ګواښونه یې وکړل، له هرې وسیلې یې کار واخیست. د عبدالله په خبره چې د ټاکنو پایله روښانه وه.

ښاغلي عبدالله زیاته کړې ده چې:«د ټاکنو کمېسیون د یوې ټاکنیزې ډلې په سپارښتنې عمل کوي، او خپلواکي یې له پوښتنې سره مخامخ ده او د کار پایله یې مشروعیت نلري.»

شریک یي کړئ