Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: د ښځو له نومه اوزاري ګټه اخیستل شوې او بنسټونه بدنام شوي

د حکومت اجراییه رییس او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدلله نن (یکشنبې د وږي په ۳مه) د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو په لړ کې، نن کابل کې د ښځو په یوې غونډه کې حضور پيدا او د ښځو په اړه یې خپل پروګرامونه په ډاګه کړل.

هغه د مېرمنو په ټولګه کې په خپله وینا کې وویل چې د ښځو له نومه اوزاري ګټه اخیستل شوې او هغه بنسټونه چې باید پاک پاتې وای نوم بدي شول.

ولسمشرۍ ټاکنو ته دغه نوماند چې د ۱۳۹۳لمریز کال راهیسي د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس دی، ښځو ته یوځل بیا ژمنه کوي که‎چېرې بریالی شي، د حکومت په مشرتابه کې به ډېره ونډه ورکړي.

ښاغلي عبدالله د هېواد د سولې په ټینګښت کې د ښځو رول مهم بولي او ټینګار کوي که په دغو انتخاباتو کې بریالی شي د حکومت د اجراییه ریاست یوه مرستیاله به یې مېرمن وي.

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله څرګنده کړه:«نن ثابته شوې چې د هېواد اقتصادي وده، امنیت، سوکالي، د ښځو له بنسټيزې ونډې پرته نه شي کېدای! دا یوازې یو ترحم نه دی... که‎چېرې موږ وغواړو خپل هېواد له دغه وضعیت څخه د یوه ښه وضعیت په لور بوځو باید په دې درشل کې بنسټیز ګامونه پورته کړو.»

د ولسمشرۍ دغه نوماند په دغې غونډه کې خپل سیال محمد اشرف غني ته هم ځينې نېش لرونکي خبرې او کنایې وویلې.

محمد محقق چې له دې مخکې د محمد حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې دوهم مرستیال و او اوس د عبدالله عبدالله له ټاکنیزې ډلې سره یو ځای شوی د رڼو ټاکنو پر کېدو ټینګار کوي.

د ملي وحدت ګوند مشر محمد محقق وویل:«په تېر پړاو کې ښو پسونو رایې ورکړې، دا ځل د هغو کسانو لخوا چې د درغلۍ خلاف وو، د بایومېټریک په نامه یوه تګلاره رامنځته شوې... خو لا هم دوه لارې پاتې دې چې درغلۍ شونې کوي، هغه هم باید په کمېسیون اصلاح کړو.»

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې اجراییه رییس انوارالحق احدي ډاډ ورکوي اجازه به ورنه‎کړي چې د سولې په خبرو کې د ښځو حقونو ته بې پامي وشي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې اجراییه رییس انوارالحق احدي په ډاګه کړه:«په تېرو اتلسو کلونو کې د ښځو د حقونو په برخه کې ښې لاسته راوړنې زموږ په برخه شوې دي. موږ د دغو پرمختګونو د ساتلو غوښتونکي یوو. دا چې د ۹ مېلیونو زده‎کوونکو ۳۵ سلنه نجونې جوړوي، دا هغه وخت په پرتله ډېره ښه ده چې لس سلنه هم نه وه.»

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو ټاکنیزې منډې ترړې د زمري په شپږمه نېټه رسماً پیل شوې او ټاکل شوې چې د تلې تر درېیمه دوام وکړي. ولسمشرۍ ټاکنې به د تلې میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شي. 
 
ښاغلي عبدالله ټینګار کوي که په دغو انتخاباتو کې بریالی شي د حکومت د اجراییه ریاست یوه مرستیاله به یې مېرمن وي.

شریک یي کړئ