Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: سولې تامین په صورت کې د امریکايي ځواکونو د وتو امکان شته

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس، عبدالله عبدالله وايي امریکايي چارواکو افغان حکومت ته ډاډ ورکړی چې د دوی د ځواکونو ویستل به د افغان ځواکونو پر جګړه ییزو وړتیاو کومه اغېزه ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له افغانستان نه د ۵۰۰۰ امریکايي سرتېرو د ویستو اعلان وکړ او دې خبر افغان حکومت چې اوسمهال له طالبانو سره په جګړه کې دی، اندېښمن کړ.

ښاغلی عبدالله همداراز وايي له دې اعلان نه وروسته امریکايي چارواکو افغان حکومت ته څرګنده کړه چې د سرتېرو ویستو په تړاو یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې او واشنګټن په دفاعي او امنیتي برخه کې له افغان حکومت سره پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې کېږي.

عبدالله عبدالله چې د اقتصادي نړیوالې ټولنې په ناسته کې د ګډون په موخه سویس ته تللی دی، له رویټرز خبري آژانس سره یې په خبرو کې ویلي دي:«اول کې دا مسله زموږ د اندېښنو لامل شوه، خو کله چې موږ له استازو سره اړیکه ونیوه نو دا موضوع روښانه شوه او دا چې که ځواکونه وځي ، نو دا به جزئي وي او اغېزه به د افغان ځواکونو پر مبارزې نه پرېوزي.»

عبدالله په دې اړه چې که یو شمېر امریکايي سرتېري له افغانستان نه ووځي، نو امریکا په د ۹۰۰۰زره سرتېرو سره په افغانستان کې خپل اوسنۍ ماموریت مخې ته بوتلی شي او که نه؟ څه ونه ویل.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي رسنۍ وايي ډونالډ ټرمپ غواړي ژر تر ژره افغانستان کې روانې اوولس کلنې جګړې ته د پای ټکی کېږدې ـ هغه جګړه چې تره اوسه په کې ۲۴۰۰امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

اوس مهال افغانستان کې کابو څوارلس زره امریکايي سرتېري مېشت دي او افغان ځواکونو ته د روزنې او مشورې دنده پرمخ وړي.

ښاغلي عبدالله همداراز وايي امریکايي چارواکو افغان حکومت ته څرګنده کړه چې د سرتېرو ویستو په تړاو یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې

شریک یي کړئ