د ملي یووالي حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله، وايي چې طالبانو د سولې خبرو اترو لپاره د حکومت مکررې غوښتنې د رد ځواب ورکړی دی.
هغه د چهارشبنې په ورځ د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالۍ ورځې په لمانځغونډه کې وویل:«په حقیقت کې طالبان جنایت کاره ډله وه او ده چې د سولې خبرو اترو ته د ملي یووالي حکومت مکررې غوښتنې ته د رد ځواب ورکړ او د جنایت له دوام سره د دې زمینه یې رامنځته کړې چې نورې ترهګرې ډلې هم په افغانستان کې ځای پر ځای شي او د همدا ډول جنایت ترسره کړي.»
له دې وړاندې، ولسمشر د «کابل بهیر» په دویمه غونډه کې، له طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره نوې طرحه وړاندې کړه.
د دغې طرحې پر بنسټ، په دغې مذاکره کې هېڅ ډول وار له مخې شرط شتون نهلري او مذاکرې ته د طالبانو د حضور په صورت کې، د هغوی بندیان ازاد او د طالب مشرانو نومونه به د بندیزونو له نوملړ څخه بهر کړل شي.
ښاغلي عبدالله همدارنګه وویل چې ترهګر په بېلابېلو نومونو د افغانستان خلک په نښه کوي.
هغه زیاته کړه:«ټولې ترهګرې ډلې، طالبان، القاعده بیا په بېلابېلو نومونو حقاني او فلانی او فلانی هر یو یې په تېرو کې دا جنایت تکرار کړی او نن هم د یوې ډلې له مسوولیت منلو سره، بله ډله د افغانستان د خلکو له کړیو جنایتونو څخه برایت نهشي لرلای.»
ښاغلی عبدالله دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې طالبانو تر اوسه له قید او شرط څخه پرته د حکومت د سولې وړاندیز ته روښانه ځواب نه دی ورکړی.