Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله له قومي مشرانو سره لیدنه کې؛ د ټاکنو پایلې نامشروع دي

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالله عبدلله یو ځل بیا د ټاکنو وروستۍ پایلې نامشروع ګڼي او وايي چې په څو وروستیو ورځو کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي له زلمي خلیلزاد، جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د خبرو چورلیز یې د ټاکنو له امله د رامنځته شوي کړکېچ په اړه و.

هغه په دې اړه نور جزیات نه ورکوي خو وايي چې د دغو لیدنو لړۍ به دوام لري. 

اجراییه رییس عبدالله عبدالله په دې اړه زیاته کړه:«د افغانستان وضعیت، ټاکنې، د ټاکنو نامشروع اعلان چې د کړکېچ لامل شو، دغه ټول مسایل، تراوسه هېچا د ټاکنو پایله نه ده منلې.»

که څه هم محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د ولسمشر په توګه د لوړې د جلاجلا مراسمو لپاره تیاری نیسي خو رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکوي چې واشنګټن له ښاغلي غني او عبدالله غوښتي چې خپل د لوړې مراسم وځنډوي.

د افغانستان د ملي پیوستون غورځنګ مشر سید اسحاق ګیلاني وايي:«په خپله ښاغلي خلیلزاد موږ ته وویل چې امریکا له دې خبر نه درلود، خو زه فکر نه کوم چې امریکا دې خبر ونه لري او ارګ دې داسې یو کار وکړي.»

دوو امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي زلمي خلیلزاد ویلي د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د اختلافاتو له هواري مخکې به د لوړې د مراسمو ترسره کول له طالبانو سره د سولې هڅې له خطر سره مخامخ کړي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې اجراییه رییس انوارالحق احدي په دې هکله څرګندوي:«پر بهرنیو غږ کوم چې د ټاکنو د روڼتیا په هکله چوپ پاتې کېدل ګناه ده.»

د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد هم زیاته کړه:«موږ د دې لپاره راټول شوي یوو، چې د ډاکټر عبدالله حقانیت او د پښتونو ملاتړ وښیوو.»

ارګ او اجراییه ریاست د لوړې مراسمو د ځنډولو لپاره د واشنګټن د غوښتنې په هکله روښانه ځواب نه ورکوي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلانه یوه اوونۍ تېرېږي چې له مخې یې محمد اشرف غني د دغو ټاکنو ګټونکی وبلل شو، خو عبدالله عبدالله او ځينې نورې ټاکنیزې ډلې دغه پایلې تقلبي بولي، ښاغلی عبدالله چې ځان د ټاکنو ګټونکی بولي د یو ټول ګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار لري.
 
رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکوي چې واشنګټن له ښاغلي غني او عبدالله غوښتي چې خپل د لوړې مراسم وځنډوي.

شریک یي کړئ