Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالله: ولسمشر غني له «توحید مرکز» څخه د کمپاین لپاره کار اخلي

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله، ولسمشرۍ ټاکنو ته بل نوماند او اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني په ټاکنیزو منډو ترړو کې د دولتي امکاناتو پر کارونې تورن وي.

ښاغلي عبدالله چې نن یکشنبې (د وږي په ۲۴مه) د کابل په ده‎سبز ولسوالۍ کې د خپلو پلویانو په منځ کې وینا کوله وویل، چې ولسمشر غني د توحید مرکز څخه، هغه ځای چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د امنیتي ځواکونو د همغږۍ لپاره جوړ شوی، والیانو او ولسوالانو ته د ټاکنیزو منډو ترړو حکم کوي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:«نن د توحید له مرکزه وېډيو کنفرانس نیول کېږي، والي صاحبان خوش خدمتي کوي، ولسوال صاحبان راغواړي، بیا ولسوال صاحبان خلک راغواړي، بیا خلکو ته وايي چې راټول شئ او راشئ چې ولسمشر له تاسو سره خبرې لري.»

عبدالله عبدالله د خپلو څرګندونو په بله برخه کې وایي چې د محمد اشرف غني ټاکنیزه ډله په ټاکنو کې د بریالي کېدو لپاره پر خلکو پیسې وېشي.

 ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله په دې اړه وايي:«ځينو کسانو له مجبوریته دې خبرې ته تسلیم شوی؛ چې یا د کمپاین لپاره پیسې راکړئ یا تجارت مو تړو، او تا څارنوالۍ ته لېږو او داسې نور... دا مسایل نور د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه دي.»

عبدالله ګواښ کوي چې له دې وروسته به د هغه په وینا، ناقانونه او کمپایني فرمانونو د عملي کېدو لپاره اجازه ورنه کړي.

له دې مخکې اجراییه رییس، بهرنیو چارو وزارت کې د سلیقه‎يي ګومارنو د تورنو د څېړلو لپاره د ولسمشر غني فرمان ځنډولی و.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې ولسمشرۍ ټاکنو ته نورو نوماندانو هم، اجراییه رییس او ولسمشر چې دواړه هم دغو ټاکنو ته نوماند دي، په ټاکنیزو منډو ترړو کې د دولتي امکانانو پر ناوړې استفادې تورن کړي دي. 

تېره اوونۍ، د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې، د اشرف غني لخوا په ټاکنیزو سیالیو کې د دولتي امکانانتو د استفادې په اړه د کابو پنځوسو موردونو په اړه سندونه وړاندې کړل او له هغه یې وغوښتل چې نور له دغو امکاناتو کار وانه‎خلي.

له دې ټولو سره د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د عبدالله عبدالله د دغو خبرو پر وړاندې غبرګون ښيي:«د توحید مرکز د سرقومندان اعلی لپاره یو مهم امنیتي دفتر دی او یوازې د امنیتي چارو لپاره استفاده کې.ي او هېڅکله له دغه دفتره د نورو چارو لپاره استفاده نه ده شوې او د ښاغلي عبدالله دا تورونه په بشپړه توګه بې بنسټه دي.»

ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې تر راتلوونکو دولسو ورځو (د تلې په شپږمه) ترسره شي او په دغو ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله په ګډون ۱۷ تنو ځانونه نوماند کړي دي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند او اجراییه رییس عبدالله عبدالله، په ټاکنو کې خپل سیال اشرف غني له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سوق او ادارې مرکز څخه د خپل ټاکنیز کمپاین لپاره کار اخلي.

شریک یي کړئ