Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله عبدالله: شونې نه ده چې جګړه له جګړې سره پای ته ورسوو

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن (سې شنبې د سلواغې په ۸مه)د پروان په مرکز کې وویل چې افغانستان کې جګړه له جګړې سره پای ته نه رسېږي.

ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې د پخواني شوروي د اتحاد ځواکونو په یوه برید کې د سالنګ څه باندې زر تنو د وژلو په ۳۱ تلین کې وکړې. او زیاتوي چې په هېواد کې د جګړې او وینې تویولو د پای ته رسولو لپاره حاضر دی؛ له هغو کسانو سره چې د خلکو په وړاندې جنګېږي خبرې اترې وکړي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله په دې اړه وویل:«د دې لپاره چې درد او مصیبت پای ته ورسېږي، د دې لپاره وایو چې له هر هغه چا سره چې له موږ سره په جګړه دي، سولې او ټول شموله خبرو اترو ته حاضر او چمتو یوو، او که چېرې هغوی چې فکر کوي، له جګړې سره دغ پېښه حل وي او دې ته په تمه دی چې امریکايي ځواکونو لږ ه او یا ډېره برخه وځي، دا تېروتنه ده، د افغانستان تاریخ یې په بشپړه توګه غلط لوستی او همدارنګه د افغانستان د خلکو ذهن یې هم غلط لوستی.»

د ۱۳۶۷ لمریز کار د سلواغې پر څلورمې، له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو پر مهال په سالنګ ولسوالۍ کې د یادو ځواکونو په یوه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا یو زر او ۲۰۰ تنه ووژل شول.

په دغې ناسته کې ځينې سیاسي څېرې وايي چې، په تېرو دوو لسیزو کې مجاهدینو او د جهاد او مقاومت ارزښتونو ته سپکاوی شوی دی.

د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق څرګندوي:«موږ یو مېلیون غریب او یو مېلیون سر او پېښې لوڅي منو نور مې د افغانستان ټولو خلکو پسې بلا وي، نن د افغانستان خلک او هغه کسان چې په ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې، له جهاد ارزښتونو د سترګو د ګاټو په توګه ترې ساتنه کوي.»

کندهار کې یو له سیمه ییزو قومندانانو عبدالخالق هم وايي:«زما لپاره دا ویاړ دی چې زه د شهید اتل احمد شاه مسعود یو عسکر یم.»

په دغې غونډه کې ځينې نور سیاستوال بیا د خلکو پر یووالي او پیوستون ټینګار کوي.

د ولسمشر سلاکار الماس زاهد وویل:«کله چې موږ له دوی سره سوله کوو دا چې پنځلس او یا شل تنه ولاړ شي سوله وکړي، ایا دا سوله به دغه ملت ته د منلو وي؟ امکان نه لري.»

په سالنګ کې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو له لوري د عام وژنې ۳۱ تلین دلته د پروان په مرکز کې ولمانځل شو.

شریک یي کړئ