Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عراقچي: سیمه کې د امریکا حضور خطرناکه او د ډېرو اختلافونو لامل دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې تهران د افغان سولې بهیر مخالف نه دی، خو زیاتوي هغه څه چې امریکا له طالبانو سره پیل کړي له دغې ډلې سره معامله ده.

سید عباس عراقچي له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي چې په سیمه کې د امریکا حضور خطرناکه او د زیاتو اختلافونو د رامنځته کولو لامل ګڼي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دې باور دی چې د افغانستان د سولې بهیر باید په بین الافغاني خبرو سره مخته ولاړ شي.

سید عباس عراقچي وایي چې بېلابېلو لاملونو ایران د امریکا او طالبانو د سولې له پروګرامه نهیلی کړی دی.
 
د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي زیاتوي:«موږ باوري یوو چې پر امریکا باید اعتماد ونه شي او باوري یوو چې په سیمه کې د امریکا حضور خطرناک دی او د ډېرو اختلافونو لامل به شي.»

عراقچي مني چې ایران له طالبانو سره په تماس کې دی؛ خو نوموړی ټینګار کوي چې هېواد یې له دې ډلې سره منظمې اړېکې نه لري.

ښاغلی عراقچي زیاته کړه:«ښايي څو کلونه دي چې موږ - لکه څرنګه چې له ټولو ډلو سره اړیکه لرو - هغوی (طالبانو) سره هم اړیکه لرو؛ د هغوی نظرونه مو واورېدل او خپل نظریات مو هم ورته وویل، په یوه پړاو کې د هغوی استازی ایران ته سفر وکړ، ما ورسره خبرې وکړې، له ما سره یې خبرې وکړې. یو ځل بل هم د طالبانو استازی ایران ته راغلی چې زموږ د بهرنیو چارو له وزیر سره یې ولیدل.»

بل خوا نوموړی د هغو رپوټونو په غبرګون کې چې په وروستیو څو کلونو کې د سوریې په جګړه کې؛ په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د حضور په تړاو خپاره شوي دي، د دغو جنګیالیو کړنې ستایي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي څرګندوي:«هغه ځواکونه چې په فاطمیون پېژندل کېږي، دوی هغه فدایان دي چې خپله وینه یې د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره تویه کړې ده او د ستاینې وړ دي. او پر دوی هېڅ زور او جبر نه وو.»

په وروستیو څه باندې دوو میاشتو کې د ایران په سرحدي اوبو کې د ځينو افغانانو ډوبېدو او دغه راز د ایران په یزد ښار کې د افغان کډوالو پر لېږدونکي موټر د ډزو، یو ځل بیا د هغه څه پر وړاندې چې ایران کې د افغانانو پر وړاندې ناوړه چلند بلل کېږي نیوکې راپارولي دي؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال دا پېښې د کډوالو پر وړاندې د خپل هېواد د تګلارې نښې نه ګڼي.
 
سید عباس عراقچي په دې اړه وویل:«داسې کار وکړو چې د دغو پېښو احتمال حداقل ته ورسېږي. تر ټولو مهم کار دا دی چې په ایران کې د بهرنیو او د افغان وګړو د حضور لپاره یو قانوني بهیر جوړ کړو.»

په دې مرکه کې عباس عراقچي افغانستان له ایران سره د خپلې ګډې پولې پر نه کنټرولو تورنوي او همدا چاره ایران ته د افغانانو د ناقانونه تګ راتګ او د ځینو ستونزو د رامنځته کېدو لامل بولي.

شریک یي کړئ