Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عطامحمد نور له خلکو په ټاکنو کې د ګډون غوښتنه کوي

د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس، عطامحمد نور له خلکو غواړي چې د ولسوالیو او ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو پراخ ګډون وکړي.

نوموړی وایي چې په تېرو شپږو ورځو کې په بلخ ولایت کې ۳۵۰۰ کسانو د رایي ورکولو لپاره نوم لیکنه کړي او دا دخلکو د کمرنګه حضور څرګندونه کوي.

عطا وړاندې وویل:«کابو شپږو زرو کسانو تذکره اخیستې ده. په بلخ ولایت کې درې تر درې نیم میلیونه نفوس دی او د رایو ورکوونې مرکزونو ته د درې نیم زره کسان تللي دي چې دا ډېر کم شمېر ښکاره کوي.»

دی همداراز وايي چې د ټاکنو خپواک کمېسیون خلکو ته اړین پوهاوی نه دی ورکړی.

همداراز له خکو غواړي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي:«له ټولو خلکو غوښتنه کوم چې خپلې تذکرې واخلي او ټاکنو کې ګډون وکړي او رایو مرکزونو ته لاړ شي نوم لیکنه وکړي.»

په همدې حال کې د بلخ ولایت اوسېدونکي هم د ټاکنو لپاره نوم لیکنه اړینه بولي او وايي چې د وړ کسان باید نوم لیکنه وکړي.

د بلخ اوسېدونکی، سیدمصطفی څرګندوي:«خلک باید رایو ورکوونې مرکزونو ته ولاړ شي او نومونه ولري او دا حق باید له خپله لاسه ورنکړي.»

بله اوسېدونکې، مسکا زیاتوي:«موږ کولی شو چې یوې رایې سره خپل برخلیک وټاکو چې زموږ پر ژوند اغېزه کوي.»

جان اغا هم د مزارشریف اوسېدونکی دی او وايي:«که مو د رایې ورکړې لپاره تذکره وانخلو نو په خپل حق کې مو جفا کړې ده.»

د یادونې وړ ده چې د رایې ورکړې لپاره د نوم‎لیکنې مرکزونه د نارینه او ښځېنه‎و لپاره جلا ځایونه لري او د پېژندپاڼې درلود او څوک چې  تر۱۸ کلونو پوره عمر ولري، د نوم‎لیکنې شرایط دي. هغه کسان چې په کوم ځای کې نوم‎لیکنه کوي په هماغه ځای کې رایه ورکولی شي.

ښاغلی نور وايي چې د ترلاسه شویو مالوماتو له مخې په تېرو ورځو کې ۳ زره او ۵۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې ده، دی له دیني عالمانو غواړي چې خلک په ټاکنو کې ګډون ته وهڅوي

شریک یي کړئ