د پاکستان لومړی وزیر، عمران خان ویلي په افغانستان کې د سولې ټینګښت د پاکستان اقتصاد ته ګټه رسوي.
عمران خان چین د خپل سفر پرمهال زیاته کړې ده چې په افغانستان کې د سولې ټیګښت، مرکزي اسیا سره د پاکستان اقتصادي اړیکه لا ښه کوي.
هغه په بیجینګ کې ویلي چې د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته د پاکستان نښلېدل چې د "یوه کمربند او یوې لارې" د پروګرام یوه برخه ده، پاکستان ته لویه اقتصادي ګټه ورسوي.
د پاکستان لومړی وزیر د افغانستان سولې په اړه د امریکا هڅو ته په اشارې سره څرګنده کړې ده، هېواد یې د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته کوي او تمه یې سیاسي حل لار ده.
د عمران خان په خبره، په افغانستان کې له ۱۷ کالو وروسته د سولې نښې شته او پاکستان اوس خپل رول لوبوي چې طالبان او د افغانستان حکومت سره یوځای شي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې افغانستان کې د موقت حکومت رامنځته کولو په اړه د عمران خان حکومت له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوې وې.